Asset 1SWN

پنجشېر کې د څارویو ترمنځ د «انټراکس» ناروغي خپرېدو څاروي‌لرونکي اندېښمن کړي

img-20230801-wa0045

د پنجشېر یوشمېر څاروي‌لرونکي وايي چې په دې وروستیو کې د دغه ولایت د څارویو ترمنځ د انتراکس یا «تور ټپ» په نوم ناروغي خپره شوې چې دوی یې اندېښمن کړې دي.

د دغه ولایت د درې ولسوالي یوه څاروي‌لرونکي ګل میرزا سلام‌طندار ته وویل چې «تور ټپ» ناروغي له امله یې اووه څاروي له‌منځه تللي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د هغه په ​​وينا، د دې ناروغي د درملنې لپاره یې کليو ته روغتيايي ډلې استولي، خو د دې ناروغي د خپرېدو مخنيوي لپاره لا زياتو هڅو ته اړتیا ده.

نوموړي وویل: «په دې سیمه کې له ۵ تر ۶ څاروي له‌منځه تللي د دغه ناروغي د مخنیوي په خاطر یو ځل د کرنې ریاست مسوولان راغلل او بېرته لاړل په دوامداره توګه د دغه ناروغي د مخنیوي لپاره بیا څوک نه‌دي راغلي. دغه ناروغي ته دې جدي پاملرنه وشي، ځکه یو ساري مرض دی چې هم انسانانو ته هم څارویو ته منتقل کېږي او د کرنې ریاست دې هم په دې برخه کې خلکو ته سیمنارونه او پوهاوۍ د جوماتونه له لار وکړي، څو خلک ورته متوجې شي او دغه مرض مخنیوی وشي.»

په ورته مهال د پنجشېر وترنران هم وايي چې انتراکس یا «تور ټپ» یوه ساري ناروغي ده چې له څارویو څخه انسانانو ته هم  لېږدول کېږي. یوه وټرنر ملا غفوري وویل چې انتراکس د باسیلوس انتراسیس په نوم د باکتریا له امله رامنځته کېږي چې اهلي او وحشي څاروي پرې اخته کېږي.

د هغه په ​​وينا، هغه څاروي چې د انتراکس له امله مړه کېږي، بايد ژر تر ژره ښخ کړل شي، ځکه که ښخ نه‌شي‌ بیا نور څاروي چې دې خوارک  لپاره ترې کار اخلي، هغوی ته هم لېږدول کېږي.

هغه وویل: «د انتراکس ناروغي ډېره خطرناکه ناروغي ده، ځکه چې د څاروي د مړینې لامل کېږي او دغه مرض نښې دا دي چې حیوان ته تنفسي ستونزې ، دماغونو خونریزي ،  پیدا کېږي تر ټولو غوره لار یې دا ده چې دغه حیوانات واکسین شي او کوم څاروي چې په یاد مرض اخته کېږي په کوم ځای کې چې وي او له کوم موادو څخه یې چې د خوراک لپاره کار اخیستی وي باید هغه وسوځول شي او هغه ځای پاک شي.»

له‌بل‌خوا د پنجشیر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس فضل‌الله دیوبندي له سلام‌وطندار سره په خبرو کې پر دې ناروغي د اخته څارویو شمېر زیات یاد کړ، خو ټینګار کوي چې د دې ناروغي د کنټرول لپاره یې سیمې ته روغتیايي ټیمونه استولې دي.

هغه وویل: «د پنجشیر د حصه‌اول ولسوالۍ په پشغور کلي کې هم د انتراکس پر ناروغي څاروي اخته او له‌منځه یې وړي دي چې له هغې ډلې څخه ۵ غواګانې مړې شوې او د دغې ناروغي د کنټرول لپاره یې سیمې ته روغتیايي ټیمونه استولي دي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال د څارویو برخې پوهان وايي، که مسوولان د تورټپ ناروغي د خپرېدو د مخنیوي لپاره ژر اقدام ونه‌‌کړي، دا ناروغي به په چټکۍ خپره او انسانان به هم پرې اخته شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام