Asset 1SWN

بامیان کې «طبق» په نوم ناروغي لسګونه څاروي له‌منځه وړي

IMG-20230803-WA0044

بامیان کې یوشمېر څاروي‌لرونکي وايي چې د دغه ولایت څارویو کې د «طبق یا FMD» په نوم یو ډول ناروغي خپره شوې چې له امله یې لسګونه څاروي له‌منځه تللي دي.

دوی سلام‌وطندار  سره خبرو کې وویل چې دغه ناروغي ساري ده او د مخنیوي لپاره یې طبیعي درمل ورکوي چې ورسره د څارویو د مړینې کچه کمېږي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

بامیان کې څاروي‌لرونکي زیاتوي چې سړه هوا کې د یادې ناروغي له امله د څاروي مړینه کمه، خو په توده هوا کې بیا لوړه وي. څاروي لرونکي له حکومت څخه غواړي څو له دوی سره همکاري وکړي او د دې ناروغي د مخنیوي لپاره واکسین ورکړي.

یوه څاروي لرونکي علي محمد دهقان وویل: «هر وخت د کال په همدې موسم کې څاروي پرې اخته کېږي، یوه ساري ناروغي ده، ځکه کله چې یو حیوان دا ناروغي ونیسي، که لس یا شل نور څاروي هم هلته شتون ولري ټولو ته سرایت کوي، د مړینې کچه یې توپیر لري که هوا سړه وي لږ مړه کېږی که ګرمه وي په زیات شمېر بیا له منځه ځي ، یو ډول طبیعی درمل شتون لري چې هغه ورکو او ورسره یې مړینه کمه وي ، که بیا ور نکړل شی مړینه یې زیاته وي.»

د علي محمد په وينا، دوى په خپله سيمه کې حیواني ډاکټر او  روغتیايي مرکز  ته لاسرسي نه‌لري او اړ دي چې مرکز او لرو سیمو ته پسې لاړ شي.

 هغه زياتوي چې کله ناکله کليو ته د واکسینو  ټيمونه راځي، خو دوی چې کوم درمل مالرونکو ته ورکوي په بدل کې یې ترې پیسې اخلي.

د همدې ولایت يو بل څاروي‌لرونکی  ظاهر هم وايي، دغه ناروغي د څارويو په خوله او پوزه کې یو ډول دانې راخیژوي چې څاروی له خوراک لوېږي او له‌منځه ځي.

هغه وویل: «د دې ناروغي محلي نوم امرو دی چې د حیواناتو په دوو برخو حمله کوي یا یې پښو نیسي او یا یې هم له خولې، ډېر وژونکی مرض دی، کله چې د یوه حیوان خوله تڼاکې شي بیا خوراک نشی کوی او ورسره یې د مړینې احتمال زیاتیږي، که د پښو له ناحیې یې ونیسی بیا یې د مړینې کچه کمه ده، نه پوهیږم په فصل پورې تړلې ده یا نه خو زیاتره هغ څاروي چې له کابله راځي په دغه ناروغۍ اخته وي، زیاتره غواګانې او پسونه پرې اخته کېږي مګر وزې په کمه اندازه نیسي.»

بل‌خوا بامیان کې د څارویو روغتیاپالان هم د دغې ناروغي خپرېدا تاییدوي او وايي چې له دې ناروغي سره د مبارزې یوازینۍ لار وقایه او د مخنیوی واکسین دي.

د پنجاب ولسوالي د حیواني کلينيک مسوول ډاکټر شريف سعادت وویل: «FMD یا طبق یوه ویروسي ناروغي ده، په فصل او وخت پورې تړلې نه ده، زیاتره غواګانې پسونه او داسې نور پرې اخته کېږي، که چېرې واکسین په وخت ورنکړل شي مالداران مالي زیان هم ویني او مالونه هم ترې وژني، نو لازمه ده چې واکسین ورکړل شي، په دې برخه کې په کار ده اړوندې ادارې او دولت همکاری وکړي، مخکې له مخکې باید خلکو ته د واکسینو په اړه پوهاوی ورکړل شي.»

د ډاکټر شریف په وینا، په څارویو کې د تبې زیاتوالی، ستړیا، په خولو کې یې د دانو راختل، د څارویو وزن کمیدل او له پښو نه غورځیدل ددې وژونکې ناروغۍ نښې دي.

په همدې حال کې د بامیان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي سره ددې چې د په څاوریو کې یادې ناروغۍ خپریدل مني، وایي مال لرونکو ته یې د عامه پوهاوي لړۍ تېزه کړې او ورسره هڅې کوي چې ژر یې د واکسینو د تطبیق کمپاین هم پیل کړي.

د کرنې ریاست له حیواني ناروغیو سره د مبارزې مسوول شمس‌الاحمد افشار سلام‌وطندار ته وویل: «FMD ناروغي د پنجاب ولسوالۍ په ډېرو سیمو لکه تر بلاق، ترغی، مور، تګاب، نوی مزار، پشه غرغری، ګنداب، اخضرات، کوسه پر او  کرمان  ساحو کې چې له غور ولایت سره هم سرحد لري، خپره شوې ده. د همدې اونۍ په جریان کې د آغاخان خیره بنسټ په همکارۍ ۶۲۰۰ دوزه واکسین په پنجاب ، ورس او یکاولنګ ولسوالیو کې توزیع شول، څو د بامیانو نورو سیمو ته ددې ساري ناروغۍ د خپریدو مخه ونیول شي.»

افشار زیاتوي چې کرنې ریاست د همکارو بنسټونو په مرسته د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې د یادې ناروغي په اړه د عامه پوهاوي پلانونه او ټیمونه جوړ کړې دي.

د کرنې ریاست د یاد چارواکي په ​​وينا، د ملګروملتونو د خوړو نړيوال سازمان يا FAO  د کرنې له رياست سره په همغږۍ په پام کې لري چې په نږدې راتلونکي کې باميان کې د واکسيناسيون کمپاين پيل کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې وړ ده له طبق ناروغي ورهاخوا لمپي اسکین هغه بله حیواني ناروغي ده چې بامیاني مالدارانو ته یې زیانونه واړول. دوي له حکومتي مسوولو ادارو او نړیوالو همکارو بنسټونو غواړي چې لاسنیوی یې وکړي، څو څاروي یې له‌ له‌منځه تلو وژغورل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام