خوست کې د «رڼا ننداره» په نوم د کتابونو نندارتون پرانېستل شو

خوست کې د یو‌شمېر ځوانانو له لوري د «رڼا ننداره» په نوم د کتابونو درې ورځنۍ نندارتون پرانېستل شوی چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه نندارتون د خوست مرکز اړوند «بابرک‌خان څلي» سیمه کې پرون چهارشنبه د زمري اتلسمه جوړ شوی دی.

پکتیا کې د شولو کښت ته د بزګرانو لېوالتیا زیاته شوې

د پکتیا یو‌شمېر بزګران وايي چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال دغه ولایت کې د شولو کرکیلې ته د کروندګرو لېوالتیا ډېره شوې ده.

دوی سلام‌وطندار ته وویل چې سږکال اورښتونه زیات وو چې له کیله یې کروندګرو هم د شولو کرلو ته زړه ښه کړی دی.

جوزجان کې یو «جادوګر» په اته کاله بند محکوم شوی

د جوزجان محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یو «جادوګر» په اته کاله بند محکوم شوی دی.

د امربالمعروف او نهې‌ عن‌المنکر وزارت ویاند محمدعاکف مهاجر پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د جوزجان محکمې دغه ولایت کې یوه جادوګر ته د اته کاله بند سزا ورکړې ده.