سلام‌وطندار په ۲۲ ولایتونو کې له ۷۴ کونډو مېرمنو سره د مرکو له لارې موندلې چې ۵۵سلنه مېرمنو د جګړو او ۴۵ نور یې د طبیعي پېښو له امله خپل خاوندان له لاسه ورکړي دي.

د موندنو پر بنسټ هغه مېرمنې چې د جګړو او ناامنیو له امله یې خاوندان له لاسه ورکړي ۱۷سلنو یې مرستې ترلاسه کړې دي. هغه مېرمنې چې خاوندان یې طبیعي پېښو کې مړه شوي، ۲۰سلنه یې له مرستو برخمنې شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

د سلام‌وطندار د موندنو له مخې د یادو ټولو مېرمنو له ډلې یې ۸۰سلنه ښځو تراوسه مرستې نه دي ترلاسه کړي او ۲۰سلنو یې بیا له نادولتي موسسو څه نا څه مرستې ترلاسه کړي دي.

نږدې دوه کاله کېږي چې سرپرست حکومت واک ترلاسه کړی او دې موده کې هغو مېرمنو چې سلام‌وطندار ورسره مرکې کړي، د حکومت له لوري مرسته نه ده ترلاسه کړې.

هغه مېرمنې چې سلام‌وطندار ورسره مرکې کړي، څه باندې ۵۰سلنه یې سرپرست نه‌لري او د خپلې کورنۍ اړتیاوو برابرولو لپاره یې درنو کارونو او سوال کولو ته مخه کړې ده.

دغه مرکې کابل، بدخشان، بادغیس، غور، نیمروز، بلخ، کونړ، نورستان، بغلان، پروان، غزني، کاپیسا، لغمان، ننګرهار، سرپل، تخار، فراه، کندوز، جوزجان، بامیان، دایکندي او پنجشېر کې له هغو مېرمنو سره شوې چې خاوند یې له لاسه ورکړي.

د یادونې وړ ده چې مرکه کوونکې د تصادفي نمونې پر بنسټ ټاکل شوي چې عمرونه د ۲۵ او ۵۰ کلونو ترمنځ دي. د کاپیسا اوسېدونکې ۲۵کلنه بزیري چې د دوو ماشومانو مور ده، وايي، خاوند یې د ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.

نوموړې چې ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ ده، وايي، تراوسه هېچا ورسره مرسته نه ده کړې او په وینا یې، له لوږې د خپلو اولادونو د ژغورنې لپاره اړ شوې چې کورونو کې درانه کارونه وکړي.

 هغې وویل: «زموږ ژوند ډېر خراب دی. موږ ته څه نه‌راکوي. هېڅ حکومتي بنسټ زموږ نوملیکنه نه ده کړې، زموږ غمو څوک نه‌خوري، موږ بې‌وزله یوو.»

۳۵کلنه حبیبه د نیمروز اوسېدونکې ده او څلور اولادونه لري. هغې سلام‌وطندار ته وویل چې خاوند یې مخکیني حکومت کې پوځي افسر او دلارام ولسوالي کې د جګړې پرمهال وژل شوی دی.

د نوموړې په وینا، د خاوند د مړینې په لومړي کال یې له حکومت معاش ترلاسه کاوه، خو درې کاله کېږي چې هېڅ مرسته ورسره نه ده شوې.

هغې همداراز زیاته کړه چې د جمهوریت په وروستي کال یې د خاوند معاش وځندول شو او له هغه وروسته یې نه معاش ترلاسه کړی او نه هم چا ورسره مرسته کړې.

هغې وویل: «خپله عسکر و او دومره عواید یې نه درلودل، معاش یې زموږ ورځني لګښتونه پرې پوره کول او له هغه موږ ته څه نه دي پاتې چې موږ ترې استفاده وکړو. ژوند همداسې تېرېږي، هېڅ مرستو مو نه ده ترلاسه کړې او نه مو د کور پر لور څوک راغلي.»

د پروان اوسېدونکې ۳۵کلنه بي‌بي‌ حوا چې د درېوو اولادونو مور ده او درې کاله وړاندې یې خاوند له لاسه ورکړی دی. خاوند یې مخکیني حکومت کې سرتېرو و.

بي‌بي‌ حوا وايي، د خاوند له مړینې وروسته یې یو کال له خپلوانو مرسته ترلاسه کوله، خو په وینا یې، د حکومت له سقوط وروسته اړ شوې چې له خپلو اولادونو سره یوځای د دغه ولایت پر سړکونو سوال وکړي.

هغې وویل: «زموږ نوم یې نه دی لیکلی او خلک ډېرې ستونزې لري، ډوډۍ راوړونکی نه‌لرم او اړه یم چې خپل ماشومان سوال کولو ته واستوم، یا باید درانه کارونه وکړي او خپله هم هر کار کوم. مرسته راسره نه ده شوې د حکومت له لوري.»

د غور اوسېدونکې ۳۰کلنه فضیله بیا وايي چې خاوند یې د ناروغۍ له کبله مړ شوی او اړ شوې چې سوال ته مخه کړي. هغه د درېوو اولادونو مور ده. نوموړې وايي، که څه هم سرپرست نه‌لري او د ښځو پر کار بندیز هم لګېدلی، خو په وینا یې، تراوسه یې د حکومت او مرستندویه بنسټونو له‌خوا مرسته نه ده ترلاسه کړې.

هغې وویل: «تر ماښامه سوال کوم، د سهار او شپې ډوډۍ نه‌لرم تر ماښامه سوال کوم. هېڅ مرسته راسره نه ده شوې. موږ یې ونیولو د ولسوالي دروازه کې او راته یې ویل چې ځئ تاسو ځوانې یاستئ څه کوئ دلته.»

د سلام‌وطندار له لوري د ۷۴ مرکه‌ کوونکو له ډلې یوازې ۲۰سلنو یې د نادولتي بنسټونو له‌خوا نسبي مرستې ترلاسه کړي، خو دغه مرستې لنډمهالې وې او دغو مېرمنو ته بسنه نه ده کړې.

د بدخشان اوسېدونکې ۳۲کلنه سمیه چې د درېو اولادونو مور ده، شپږ میاشتې وړاندې خاوند په یوې ټرافیکي پېښه کې مړ شوی دی.

هغه وايي، څه وخت وړاندې یې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري مرسته ترلاسه کړې، خو حکومت تراوسه ورسره مرسته نه ده کړې.

هغې وویل: «اوس خپلو درېوو اولادونو سره یوازې یم. د خاوند له مرګ مخکې مې ژوند ښه‌وو، ځکه خاوند ټول لګښتونه پوره کول. اوس مو اقتصاد صفر دی. که د بهرنیو موسسو مرستې نه‌وي، ښايي له اولادو سره مې لوږې پاتې شم.»

۳۷کلنه ګل‌بي‌بي‌ چې د بادغیس اوسېدونکې ده او اته کاله وړاندې یې خپل خاوند په چاودنه کې له لاسه ورکړی، وايي چې حکومت ورسره مرسته نه ده کړې.

د نوموړې په وینا، ځینو بهرنیو موسسو ورسره کړې، خو ستونزې یې نه دي حل کړي. «همدا یو ځل یې ۳۶زره مرسته راسره کړې یو ځل یې اووړه او غوړي مرسته کړې او له هغه وروسته کارټونه بند شول او اوس ستونزو سره مخ یم، پور کولو، څو خدای مهربانه شي.»

د دې تر څنګ د ښځو حقونو یوشمېر فعالانې وايي، د نظام بدلون او د کار له لاسه ورکولو له امله د کونډو په ګډون ډېری مېرمنې سوال کولو ته اړې شوي او اوس په ناوړه اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي. دوی زیاتوي چې د مرستو په برخه کې محدودیتونه او په دې ادارو کې د ښځو د کار مخنیوی د کونډو پر وړاندې ننګونې زیاتې کړي دي.

د ښځو حقونو  فعاله خاطره وايي: «حکومت د ښځو ستونزو ته رسېدنه نه کوي، ښځو او یتیمانو لپاره کوم پلان هم نه‌لري او همداراز تاسو خپله وینئ چې د افغانستان سرکونه او کوڅې له یتیمانو ډکې دي چې راځي او سوال کوي. حکومت د دوی لپاره پلان نه‌لري.»

د ښځو حقونې یوې بلې فعالې ویسنا سیدي وویل: «هغه وخت کونډو ښځو  ته په دولتي او نادولتي ادارو کې د کار کولو زمینه برابره وه چې کولای یې شوای له دې لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې برابرې کړي. خو له بده مرغه چې تېرو دوو کلونو کې د کونډو لپاره ستونزې ډېرې شوې دي.»

د مخکیني حکومت پرمهال د بشري‌حقونو خپلواک کمېسیون رییسه شهرزاد اکبر وویل: «طبیعي ده داسې وضعیت کې چې له بده مرغه افغانان بهرنیو مرستو باندې تکیه دي او واکمنو حاکمانو هم پر ښځو محدودیتونه لګوي، مرستو ته د ښځو لاسرسی محدود شوی.»

دا په داسې مهال دی چې تراوسه په هېواد کې د کونډو مېرمنو کره شمېر په لاسه کې نشته. خو د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولان وايي، دوی سره ۲۴زره کونډې مېرمنې ثبت دي او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت بیا وايي چې ۸۰زره کونډې دې وزارت کې ثبت دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند او د اطلاعاتو او نشراتو رییس عرفان‌الله شرف‌زوی سلام‌وطندار ته وویل چې یوه میاشت کې یې ۲۴زره کونډو سره نغدي مرسته کړې.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمېع‌الله ابراهیمي بیا وايي چې دوی هېواد کې کونډو مېرمنو ته د حرفوي زده‌کړو پروګرامونه جوړوي، څو راتلونکې کې وکولای شي، د کار خاوندانې شي.

هغه وویل چې دا مهال ۵۰۰ مېرمنې د دغه وزارت اړوند د حرفوي زده‌کړو پروګرامونو کې پر زده‌کړو بوختې دي. «هغه مېرمنې چې کونډې یا بې‌سرپرستې دي د کار او ټولنیزو چارو وزارت ورته پروګرامونه جوړوي، چې تر فراغت وروسته د کار خاوندانې شي.»

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت فیصل خاموش سلام‌وطندار ته وویل چې دغه وزارت سره نږدې ۸۰زره کونډې مېرمنې ثبت دي چې یوشمېرو سره یې مرسته شوې ده.

هغه زیاتوي چې کونډو او بې‌سرپرسته مېرمنو سره ۵۰۰۰ او کونډې چې سرپرست لري ۲۰۰۰ او یتیمو ته هم د میاشتې ۲۰۰۰ افغانۍ مرسته شوې.

هغه وویل: «هغه ۸۰زره مو چې وویل دا ټولې کونډې دي، تراوسه چې موږ ثبت کړي زیاتې شوې هم دي، ځکه چې ځینو کونډو نوملکینه نه وه کړې چې د مخکیني او د اوسني نظام کونډې هم په‌کې شاملې دي توپیر نشته او ټولې ثبت شوي دي. د معاشونو ورکړې پروسه روانه ده او انشالله چې ډېره ژر به پای ته ورسېږي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د نظام له بدلون وروسته کونډو سره د مرستې کچه ځکه کمه شوې چې د ښځو پر کار بندیز لګېدلی او دا چاره لامل شوې چې د دوی اقتصادي ستونزې ورسره زیاتې شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام