Asset 1SWN

خوست کې د «رڼا ننداره» په نوم د کتابونو نندارتون پرانېستل شو

خوست

خوست کې د یو‌شمېر ځوانانو له لوري د «رڼا ننداره» په نوم د کتابونو  نندارتون پرانېستل شوی چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه نندارتون د خوست مرکز اړوند «بابرک‌خان څلي» سیمه کې پرون چهارشنبه د زمري اتلسمه جوړ شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

د دغه نندارتون یوه جوړونکي ابراهیم ایمان سلام‌وطندار ته وویل چې یاد نندارتون کې شاوخوا ۱۰زره ټوګه کتابونه نندارې کېښودل شوي او په وینا یې، د جوړېدو موخه یې مطالعې ته د ځوانانو هڅول دي.

هغه زیاته کړه چې په دې وروستيو کې د مطالعې دود پيکه شوی او د یاد نندارتون په جوړولو سره غواړي چې دغه دود ته وده ورکړي. د نوموړي په وینا، راتلونکې کې به د خوست سربېره نورو ولایتونو کې د کتابونو ورته نندارتونونه جوړ کړي.

نوموړي وويل: «د خوست بابرک خان منار ته مو شاوخوا لس زره کتابونه راوړي. زموږ د دې کتابوبونو راوړلو څخه هدف د مطالعې دودول او د هر افغان کور ته د کتاب رسول دي. دې وروستیو کې دا اندېښنې زیاتې شوې وې چې ځوانان مطالعه نه کوي او ستړي شوي دي، نو موږ وپتیله چې موږ به د افغانستان هر ولايت ته ځو، هلته به نندارتونونه جوړو، ځوانان به راغواړو چې کتابونه ولولي.»

بل‌خوا دغه نندارتون ته ورغلي یو‌شمېر کسان هم وايي چې د ورته نندارتونونو جوړول د ځوانانو لپاره خورا ګټور دي.

دغه نندارتون راغلي یوه عادل سلام‌وطندار ته وویل چې د انترنټ پر لیکه مطالعه لامل شوې چې ځوانان د کتاب لوستلو ته زړه ښه نه‌کړي. هغه زیاتوي چې د کتاب لوستل ځکه ښه دي چې په انلاین بڼه مطالعه د انسان روغتیا ته ځینې ستونزې پیدا کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

له دې وړاندې هم د خوست په ګډون د هېواد په ګڼ‌شمېر ولایتونو کې مطالعې ته د ځوانانو هڅولو په پار د کتابونو ګڼ‌شمېر نندارتونونه جوړ شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام