د لوګر د پوهنې ریاست چارواکي وایي چې په تېرو اتو میاشتو کې د یاد ولایت په مرکز پل‌علم او یوشمېر ولسوالیو کې ۱۲۰۰ ښوونکي پر دندو ګومارل شوي دي.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پورعرب سلام‌وطندار ته وویل، یاد ښوونکي د پوهنې وزارت له منظورۍ او لارښوونې وروسته ګومارل شوي چې ۱۰۰۰ یې نارینه او ۲۰۰ یې ښځینه ښوونکي دي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

عرب زیاته کړه چې په ګومارل شویو ښوونکو کې  ۱۶۷ د دیني مدرسو او ۱۰۳۳ د ښوونځیو ښوونکي دي چې ټول په رسمي خالي بستونو کې ځای پر ځای شوي دي.

هغه همدارنګه زیاتوي چې په دې ګومارنې سره د دیني مدرسو او ښوونځیو د ښوونکو د کمښت ستونزه حل شوې او هم د ښوونځیو په درسي بهیر کې د پام وړ ښه‌والی راغلی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

بل‌خوا د لوګر اوسېدونکي هم د پوهنې ریاست له لوري د سلګونه ښوونکو د ګومارنې هرکلی کوي، خو ټینګار کوي چې په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې دې د زده‌کوونکو د کتابونو او د ښوونځيو د سرپناه ستونزه هم هواره کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام