Asset 1SWN

د لوګر په دولتي روغتونونو کې د درملو کمښت په اړه د خلکو شکایت

کم_بود-دارو-در-شفاخانههای-دولتی-لوگر-1-qagjci4kl9qa9isuykcjjwv0g702d2yxnxirfhljm0

قدرت‌الله چې د لوګر ولایت مرکزي روغتون ته یې ناروغ ور وړی، سلام‌وطندار ته ویلي چې له تېرو درېوو ورځو راهیسې یې خپل ناروغ په «نايب امین‌الله خان لوګري» روغتون کې بستر کړی، خو د درملنې لپاره یې ټول درمل له بازار څخه پېري.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

هغه وایي، ډاکټرانو ورته ویلي چې روغتون کې درمل نشته او ناروغانو ته باید د اړتیا وړ درمل په بازار کې وپېري. نوموړی زیاتوي: «په ولایتي روغتون کې د درملو نشتون لویه ستونزه ده. خلک د اقتصادي ستونزو له کبله خپل ناروغان دولتي روغتونونو ته ور وړي، خو هلته یو پاکټ ګولۍ ورکړي چې د ناروغ لپاره بسنه نه کوي. ډاکټران په ځینو روغتونونو کې خپلو درملتونونو ته نسخې هم لیکي.»

د لوګر د مرکز پل‌علم د دوشنبې کلي یوه اوسېدونکي طلاخان چې لمسۍ یې پر نس‌ناستې اخته ده او د درملنې لپاره یې ولایتي روغتون ته راوړې، سلام‌وطندار ته ویلي، که څه هم د اقتصادي ستونزو له کبله پر دولتي روغتونونو بیروبار ډېر شوی، خو هلته د بستر او درملو اسانتیاوې نشته.

طلاخان له عامې روغتیا وزارت او نړیوالو بنسټونو غواړي چې د لوګر په دولتي روغتونونو کې طد درملو د کمښت ستونزه حل کړي. هغه زیاتوي: «د ناروغانو ګڼه‌ګوڼه ډېره شوې، د ناروغانو لپاره ځای نشته، درمل نشته، دولت باید د ناروغانو لپاره د ځای او درملو د نشتون ستونزه حل کړي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د لوګر ولایت د عامې روغتیا ریاست د رسنیو مسوول فهیم‌الله لودین سلام‌وطندار راډیو ته ویلي چې د تېرې یوې میاشتې راهیسې د لوګر ولایت د مرکزي روغتون په ګډون، په ټول لوګر کې شته روغتونونه او روغتیايي مرکزونه د درملو کمښت له ستونزې سره مخامخ شوي دي.

د لودین په خبره، په روغتونونو کې د درملو کمښت ستونزه جدي ده او د حل لپاره یې د روغتیا وزارت او نړیوالو بنسټونو ته ځینې وړاندیزونه حل کړي چې په منل کېدو سره به یې هوارې شي.

د لوګر په دولتي روغتونونو کې داسې مهال د درملو کمښت ستونزه پېښه شوې چې د دغه ولایت د روغتیا ریاست اړوند یوشمېر مسوولان وايي، د اقتصادي ستونزو له امله دغو روغتونونو ته د ورتلونکو ناروغانو شمېر دوه برابره زیات شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام