افغانانو سره د بشري مرستو کمېدل؛ کارګران: مرستو ته مو اړتیا نوره هم ډېره شوې

خان‌ملا چې د کابل یوه څلورلارې کې یې د مزودورۍ پیدا کولو په موخه دېوال ته ډډه وهلې وايي، سهار وختي له کوره را وتلی چې کار ومومي، خو لا چا نه‌دی بیولی. هغه چې د کورنۍ سرپرستې یې پر غاړه ده وايي، تېرو دوو کلونو کې پنځه ځله ورسره مرسته شوې، خو اوس یې ورته اړتیا ډېره شوې ده.

بامیان ته تلونکي سیلانیان: لومړنۍ اسانتیاوې نشته، د چکر په خوند نه پوهېږو

بامیان د افغانستان د ګرځندویۍ او چکر ولایتونو له ډلې یو دی او وخت‌ناوخت ورته کورني او بهرني سیلانیان ورځي، خو اوس دغه ولایت ته ورتلونکي سيلانيان شکایت کوي چې هلته لومړنۍ اسانتیاوې نشته او دوی له چکر څخه خوند نه‌شي اخیستلی.

د لوګر په دولتي روغتونونو کې د درملو کمښت په اړه د خلکو شکایت

قدرت‌الله چې د لوګر ولایت مرکزي روغتون ته یې ناروغ ور وړی، سلام‌وطندار ته ویلي چې له تېرو درېوو ورځو راهیسې یې خپل ناروغ په «نايب امین‌الله خان لوګري» روغتون کې بستر کړی، خو د درملنې لپاره یې ټول درمل له بازار څخه پېري.

پاکستاني پولیسو یو ځل بیا عمران‌ خان نیولی

پاکستاني پولیسو نن «د زمري څوارلسمه، د شنبې ورځ» په لاهور کې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر نیولی دی.
پولیسو له هغه وروسته عمران خان نیولی چې د اسلام‌اباد لومړنۍ محکمې هغه ته د مالي غبن او د بهرنیو هېوادونو له مشرانو څخه د ډالیو ترلاسه کولو په قضیه کې ګرم وباله او د درېوو کلونو بند سزا یې ورته واوروله.

د افغانستان بانک سبا دیارلس میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک وايي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتلو او ثبات په موخه سبا (د زمري پنځلسمه، د یکشنبې ورځ) دیارلس میلیونه ډالر لیلاموي.
د افغانستان بانک له نورو پر شرایطو برابرو بانکونو او د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.