Asset 1SWN

پاکستاني پولیسو یو ځل بیا عمران‌ خان نیولی

1221292_6917934_Imrankhanpti12_updates

پاکستاني پولیسو نن «د زمري څوارلسمه، د شنبې ورځ» په لاهور کې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر نیولی دی.

 پولیسو له هغه وروسته عمران خان نیولی چې د اسلام‌اباد لومړنۍ محکمې هغه ته د مالي غبن او د بهرنیو هېوادونو له مشرانو څخه د ډالیو ترلاسه کولو په قضیه کې ګرم وباله او د درېوو کلونو بند سزا یې ورته واوروله.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اسلام‌اباد عالي محکمې یوه قاضي همایون دلاور عمران خان ته د یادې سزا ورکولو پرېکړه اورولې، خو هغه د دغه قاضي په اړه اندېښنه ښودلې وه او د اسلام‌اباد عالي محکمې څخه یې غوښتي و چې د ده دوسیه د همایون دلاور له دېوان څخه یوه بل دېوان ته ولېږدي.

د راپورونو له مخې، د اسلام‌اباد عالي محکمې تېره ورځ د عمران خان دا غوښتنه رد کړې او په وینا یې، له یوه دېوان څخه بل ته د دوسیې لېږد پر محکمو د بې‌باوري لامل کېږي.

د پاکستان د احتساب ملي ادارې یا نېب د روان زېږدیز کال د مې میاشتې په نهمه د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ونیوه چې ورسره د دغه هېواد په ټولو ښارونو کې پراخ او تاوتریخجن لاریونونه وشول او پر مهال یې یوشمېر پوځي او عامه بنسټونو ته زیانونه هم واوښتل.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

پاکستاني پولیسو هغه مهال د محکمې د لارښوونې له مخې، عمران خان خوشې کړ، خو اوس یې داسې مهال نیولی چې د پاکستان د ملي پارلمان د کاري مودې پای ته اووه ورځې پاتې دي. د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف تازه د دغه هېواد د پارلمان منحلېدو اعلان هم کړی دی.

ټاکل شوې چې پاکستان کې د پارلمان د دورې له پای ته رسېدو سره سم نوې پارلماني ټاکنې وشي، خو لا روښانه نه‌ده چې محکمه به د عمران خان په اړه څه پرېکړه کوي او ایا هغه به په دغو ټاکنو کې ګډون وکړای شي، که نه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام