ټاکل شوې د امریکا نیویارک ایالت کې یوه محکمه د افغانستان د ۳ نیم میلیاردو ډالرو کنګل شوې شتمنۍ په اړه پرېکړه وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

تر دې وړاندې د امریکا د ولسمشر فرمان کې راغلي و چې دا پیسې د سپټمبر د ۱۱مې پېښې قربانیانو حق کېږي او اوس به د امریکا فدرالي قاضي پرېکړه کوي چې دا پیسې مدعیانو ته ورکړي او کنه.

په دې تړاو ملګروملتونو کې د مخکیني حکومت استازي نصیراحمد فایق په رسمي توګه محکمې ته توضیحات او دفاعیه وړاندې کړې او ویلي یې دي چې د دغو پیسو اصلی څېښتنان افغانان دي.

د فایق دفاعيي اعلامیه کې ویل شوي: «د سپټمیر د ۱۱مې د ترهګریزو بریدونو قربانیان د عدالت او غرامت حق لرې، خو د دی غرامت قربانیان نه‌باید افغانان واوسي. دا کنګل شوې پیسې د افغان ولس دي. دا چې دې بریدونو کې هېځ کوم افغان لاس نه‌درلود، نو هېڅ ډول حقوقي او قانوني مسوولیت هم د افغانانو پر غاړه نه‌‌دی.»

د سیاسي چارو کارپوهان هم په دې باور دي چې د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو کې افغانان ښکېل نه‌دي او د افغانستان کنګل شوې شتمني د افغانانو حق دی چې باید ورکړل شي.

د سیاسي چارو کارپوه نورشاه‌نوراني وایي، نورو ته د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ ځانګړي کول، ناعادلانه او د افغانانو حق کې ظلم دی، ځکه دوی خپله د ترهګرۍ قربانیان دي.

د سیاسي چارو بل کارپوه ډاکټر معین‌خان څمکنی هم وایي، د سپټمر د یوولسمې پېښه په افغانانو پورې تړاو نه‌لري او د افغانستان شتمني باید بېرته ورکړل شي، څو افغانان له بد اقتصادي وضعیت څخه وژغورل شي.

په همدې حال کې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وایي، دا پیسې د افغانانو ملکیت دی چې باید ورکړل شي.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل: «زمونږ او د افغانانو غوښتنه دا ده چې د افغانانو پیسې پرته له کوم قید او شرط ور وګرځوي او دا د افغانانو حق دی او په ټولو اصولو سره دوی حق لري چې خپلو پیسو ته لاسرسی ولري.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې د امریکا له‌خوا د افغانستان د کنګل شویو پیسو په اړه تر دې وړاندې هم په کور دننه او بهر ګڼ غبرګونونه ښودل شوي، ان تر دې چې خپله د سپټمبر د یوولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو ویلي وو، دوی نه‌‌غواړي د یوه بې‌وزله هېواد شتمني د غرامت په توګه ترلاسه کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام