د امریکا ولسمشر جوبایډن دغه هېواد کې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د وېشلو اجرايي فرمان صادر کړ. د دغه فرمان له مخې امریکا کې د افغانستان د مرکزي بانک ۷ میلیارد ډالره کنګل شوې شتمني په دوو مساوي برخو وېشل کېږي.

سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې د ولسمشر جوبایډن د دغه اجراییوي فرمان په اړه ویلي، بایډن په افغانستان کې روان بشري او اقتصادي ناورین ته د سېدنې په موخه او د دې ناورین د حل لپاره دا پرېکړه کړې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په فرمان کې ټینګار شوی چې دغه پیسې دې له یوې داسې لارې افغان ولس ته ورسېږي چې د اسلامي امارت او نورو ناوړه عناصرو لاسته ورنشي.

د اجراییوي فرمان له مخې د افغانستان بانک د کنګل شویو شتمنیو نیمایي برخه چې څه باندې ۳.۵ ملیارده ډالر کېږي لا به هم کنګل پاتې وي او د امریکا مالي ادارو ته امر شوی چې دا پیسې دې د نیویارک په مرکزي بانک کې یو ځانګړي بانکي حساب ته ولېږدول شي، تر هغه چې محکمې د سپټمبر ۱۱ مې نېټې د ترهګریز برید د قربانیانو د دعوا په اړه پرېکړه نه وې کړي.

امریکا پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د نیویارک په بانکونو کې د افغانستان د مرکزي بانک ۷ میلیارده ساتل کېدونکي ډالر کنګل کړل.

وروسته له هغه چې افغانستان له بد اقتصادي ناورین سره مخ شو، نړیوالو په وار وار له امریکا څخه د دغو پیسو د ازادېدو غوښتنه وکړه. څوموده مخکې د امریکا یوې محکمې هم د جو بایډن حکومت ته وخت ورکړ چې تر نن (جمعې) د دغو پیسو د برخلیک مالومولو لپاره یو پلان وړاندې کړي.

د امریکا دا محکمې وروسته له هغه دا غوښتنه وکړه چې د دغه هېواد د کانګرس ځینو غړو او ملګرو ملتونو له امریکا څخه وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې پیسې دغه هېواد کې د روان اقتصادي بحران د حل لپاره ازادې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادونې وړ ده چې افغانستان پر امریکا سربېره بریتانیا، جرمني، سویس، متحدو عربي اماراتو او ځینو نورو هېوادونو کې هم ۲ میلیارډ ډالر لري. د دغو پېسو ډېره برخه اوس هم کنګل ده.

اسلامي امارت په وار وار ادعا کړې چې دا پیسې د افغانانو حق دی او تل یې د خوشې کېدو غوښتنه کړې. خو اسلامي امارت تراوسه د امریکا د ولسمشر جوبایډن د دغه اجراییوي فرمان په اړه څه نه دي ویلي.

د امریکا د بندیزونو له مخې اسلامي امارت سره مالي راکړه ورکړه بنده ده خو د افغانستان له خلکو سره بشردوستانه ملاتړ ته اجازه ورکړل شوې ده. دغه‌راز، افغانستان سره د اسلامي امارت د راتګ نه وروسته تر ټولو ډیرې بشري مرستې هم د امریکا هېواد کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام