د بهرنیو چارو وزارت مسوولان وايي چې د پاکستان کراچۍ ښار کې نیول شوي ۳۰۰ افغانان به له نغدي جریمې وروسته خوشې شي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل نن په یوه ویډيويي پیغام کې ویلي چې دغو افغان کډوالو پاکستان کې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله پاکستاني پولیسو نیولي چې ښځې او ماشومان هم پهکې شامل دي.
نوموړي زیاته کړې چې اسلاماباد کې د افغانستان سفارت او په کراچۍ کې د کډوالو اتشه او کونسلګرۍ د دغه کسانو د خلاصون په اړه له پاکستاني چارواکو سره په اړیکه کې دي.
هغه ویلي چې له لیدنو وروسته دا پرېکړه شوې چې دغه افغان کډوالو څخه د وکیل د حق الزحمې پرته، د محکمې لهخوا د هر کس پر سر زر پاکستانۍ کالدارې اخیستل کېږي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال همداراز وویل چې یوشمېر بندیان نن خوشي شوي او د پاتې نورو افغان بندیانو د خوشېکېدو په اړه به هم په راتلونکو ورځو کې پرېکړه وشي.
د سلاموطندار ټوېټرپاڼه هم وڅارئ
دا په داسې مهال ده چې پاکستان کې مېشت افغان کډوال د دغه هېواد د پولیسو له ناوړه چلن څخه شکایت کوي او وايي چې تل ترې په زور پیسې اخلي.