د بهرنیو چارو وزارت: پاکستان کې به افغان بندیان له جریمې وروسته خوشې شي

د بهرنیو چارو وزارت مسوولان وايي چې د پاکستان کراچۍ ښار کې نیول شوي ۳۰۰ افغانان به له نغدي جریمې وروسته خوشې شي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل نن په یوه ویډيويي پیغام کې ویلي چې دغو افغان کډوالو پاکستان کې د قانوني اسنادو د نه‌ لرلو له امله پاکستاني پولیسو نیولي چې ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل دي.

د مشرانو جرګې درې سناتوران محاکمه شول

لویه څارنوالي وايي، د اداري فساد درنو جرمونو پر وړاندې د عدلي او قضايي مرکز ابتداییه محکمې د مشرانو جرګې درې سناتوران په یوه علني محکمه کې په بند محکوم کړي دي.
د لویې څارنوالي له لوري په خپره شوې خبرپاڼې کې لیکل شوي چې په یاده محکمه کې د مشرانو جرګې غړي لیاقت‌الله بابکرخېل، محمدانور باشلیق او عظیم قویاش په لس کاله او یوه میاشت تنفیذي بند او ۴۰ زره ډالره نغدي جریمې محکوم شوي دي.