Asset 1SWN

د مشرانو جرګې درې سناتوران محاکمه شول

Three-senators-arrested-for-bribery (2)

لویه څارنوالي وايي، د اداري فساد درنو جرمونو پر وړاندې د عدلي او قضايي مرکز ابتداییه محکمې د مشرانو جرګې درې سناتوران په یوه علني محکمه کې په بند محکوم کړي دي.

د لویې څارنوالي له لوري په خپره شوې خبرپاڼې کې لیکل شوي چې په یاده محکمه کې د مشرانو جرګې غړي لیاقت‌الله بابکرخېل، محمدانور باشلیق او عظیم قویاش په لس کاله او یوه میاشت تنفیذي بند او ۴۰ زره ډالره نغدي جریمې محکوم شوي دي.

د لویې څارنوالي په خبره، لیاقت‌الله بابکرخېل، محمدانور باشلیق او عظیم قویاش هغه درې سناتوران دي چې نږدې څلور میاشتې مخکې په حیرتانو بندر کې د ۶۰ زره ډالرو بډو اخیستو په تور نیول شوي وو.

دغه سناتوران د مشرانو جرګې له لوري د حیرتانو بندر د ګمرک په ګډون د نورو عایداتي ادارو د ارزونې په موخه بلخ ولایت ته لېږل شوي وو، خو د ملي امنیت ځواکونو له لوري په یاد بندر کې د ۶۰ زره ډالرو بډو غوښتلو او له ۴۰ زره ډالرو سره لاس په لاس ونیول شول.

د لویې څارنوالي د معلوماتو له مخې، دوه اوونۍ وړاندې د هرات ښاروال له شپږو نورو کسانو سره د عدلي او قضايي مرکز د ابتداییه محکمې له لوري د اداري فساد په تور په درې کاله بند محکوم شول.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام