کابل ښاروالي په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې پلازمېنه کابل کې له څه مودې راهیسې د یوشمېر ورانکاره کسانو له لوري نیالګي او ونې پرې‌ او غلا کېږي.

کابل ښاروالي زیاته کړې، له دې وروسته به هغه کسان چې ونې پرې‌کوي او یا هم نیالګي غلا کوي، نغدي جریمه کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال کابل ښاروالي په خبرپاڼه کې ټينګار کړی چې د ونو او نیالګیو پرې کول او یا هم زیان ورته رسول «ښاري جرم» دی او یاده اداره ورته کړنې په جدي توګه څاري.

په خبرپاڼه کې راغلي چې سرغړونکي به د ښارجوړونې قانون د اتلسمې مادې د پنځمې فقرې پربنسټ، هغه سیمه چې نیالګي ترې غلا شوي او یا هم ویجاړي شوي دي، بېرته نیالګي کېنوي او همداراز څلور برابره نغدي جریمه به هم ورکوي.

کابل ښاروالي زیاتوي چې ټول ښاریان په ځانګړې توګه امنیتي ځواکونه باید دې برخه کې همکاري وکړي او د کومې پېښې په لیدو دې، دغې ادارې ته خبر ورکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د خبرپاڼې له مخې، د کابل ښاروالي له لوري هر کال په یوې ونې له ۲۵۰۰ تر ۳۵۰۰ افغانۍ لګښت راځي چې د ونې عمر ته په کتو، له دې وروسته به سرغړونکي نغدي جریمه او خساره ورکوي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام