د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وایي چې راتلونکي پسرلي کې به په ټول هېواد کې د نیالګیو کېنولو پراخ کمپاین پیل کړي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست عبدالرحمن راشد نن په کابل کې په دې اړوند جوړې شوې غونډې ته وویل چې دغه وزارت ۲۵.۵ میلیونه نیالګي کېنولو ته چمتو کړي دي.

د یاد وزارت د سرپرست په وینا، په دې نیالګیو کې میوه لرونکي، بې میوې او زینتي بوټي شامل دي چې په ټول هېواد کې به کېنول شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه زیاته کړه: «په ګرمسېر ولایتونو کې د نیالګیو کښېنولو کمپاین رسماً پیل شوی، چې په ټولیز ډول به ۲۵.۵ میلیونه میوه لرونکي او غیر میوه لرونکي نیالګي په راتلونکي پسرلي کې کېنول  شي. له دې ډلې ۶،۲ میلیونه یې د کلیوالو لپاره دی چې د کرنې وزارت له خوا وررسره مرسته کېږي، ۱۴.۴ میلیونه یې د اتحادیو ونډه اخیستونکي او ۴.۴ میلیونه یې خصوصي بنسټونو ته ځانګړې شوي.»

د کرنې او مالدارۍ وزارت سرپرست وايي، په پام کې ده چې راتلوونکې لمریز کال کې په بېلابېلو ولایتونو کې پر ۴ زرو ۸۴۰  جریبه کرنیزه ځمکه د خرما، مڼو، الوبالو، انار ګیلاسو نیالګي کېنول شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کرنې وزارت د مسوولانو په وینا، د هوا د پاکوالي، د چاپېریال د ساتنې، د زرغونتیا او د طبیعت ښکلا لپاره د نیالګیو کېنول ځانګړی اهمیت لري او له همدې امله د هېواد اوسېدونکي باید د نیالګیو او د چاپیریال پاک ساتنې په موخه له دولت سره همکاري وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام