د اسلامي امارت د کرنې او اوبو لګونې او مالدارۍ سرپرست وزیر عبدالرحمان راشد کندوز ته په خپل سفر کې د دغه ولایت له بزګرانو او بڼوالو سره کتلي دي. په همدې اړوند جوړې شوې غونډې ته د کندوز د کرنې ریاست مسوولانو د خپلو تېرو پنځو میاشتو کاري راپور وړاندې کړ.

غونډه کې د کندوز ولایت کروندګرو، بڼوالو خپلې ستونزې او ننګونې د کرنې سرپرست وزیر سره شریکې کړې او د دغو ستونزو د حل او د دغه ولایت بزګرانو ته د جدي پاملرنې غوښتنه یې وکړه.

د کندوز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس امان‌الله حسن وايي، د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د دغه ولایت د کرنې ریاست د پام وړ لاسته راوړنې درلودلې چې د سولې د دفتر په همکارۍ یې پر ۵۱۵ جریبه ځمکه باندې نیالګي کېنولي دي.

د کندوز د کرنې رييس وايي، په تېرو پنځو مياشتو کې يې د دغه رياست له عايداتي سرچينو څخه ٩٠ ميليونه افغانۍ راټولې کړې او دولتي حساب ته يې لېږدولې دي، په داسې حال کې چې دا ارقام تېر حکومت کې په  دې موده کې ۱۱ میلیونه افغانۍ وه. هغه زياته کړه، دغه اندازه عوايد په دغه ولايت کې د عشر او زکات له ورکړې، د هټيو د کرايې او نورو څخه راټول شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

امان‌الله حسن وایي: ” د کندوز د کرنې ریاست هغه ځمکې چې د غاصبینو له خوا غصب شوې وې، له نېکه مرغه د ولایتي ادارې په همکارۍ څه د پاسه پنځه زره جریبه ځمکه پېژندل شوې ده. په همدې توګه د سپین‌زر د تصدۍ ریاست ټول دولتي ملکیتونه چې د کرنې ریاست په واک کې وو، په رسمي ډول د سپین‌زر د تصدۍ ریاست ته وسپارل شول.”

په همدې حال کې د کندوز یو شمېر بزګران او بڼوال په دغه ولایت کې شته ستونزې او ننګونې مطرح کړې او د مرکزي مسوولانو څخه یې وغوښتل چې دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي. دوی وايي، د مېوو د ساتلو لپاره د سړو خونو نشتوالى، له ولايت څخه بهر د صادراتو لپاره د مناسب بازار نشتوالى او د ځمکو د خړوبولو لپاره د اوبو د کانالونو نشتوالى يې عمده ننګونې دي.

عزت‌الله د کندوز د بزګرانو په استازیتوب وویل: «داسې سوداګر پېژنو چې په ازبکستان کې پانګونه کوي، په ترکیه کې پانګونه کوي، هغوی باید راشي او په خپل هېواد کې پانګونه وکړي. د سړو خونو جوړولو لپاره دلته باید ځمکې سوداګرو ته ورکړل شي، په منظم ډول دې مدیریت شي او بڼوالو ته دې ورکړل شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت د کرنې وزارت سرپرست عبدالرحمان راشد ویلي چې کندوز ته یې د سفر موخه د دغه ولایت د بزګرانو د ستونزو او ننګونو څېړل وو او له سوداګرو څخه یې وغوښتل چې د کرنې په برخه کې پانګونه وکړي. .

راشد وایي، په تېرو څو کلونو کې اوبه په سمه توګه نه دي مديريت شوي او په پام کې لري چې په راتلونکي کې د دغه ولايت اوبه په منظمه توګه مديريت کړي، څو کروندګر په دې برخه کې کومه ستونزه ونه لري.

کندوز د هېواد په کچه یو له حاصلخیزو ولایتونو څخه دی چې نیمايي وګړي یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي چې له دې لارې خپل ژوند مخته وړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام