په وروستیو پنځو کلونو کې مخابراتي شرکتونو په کندوز ولایت کې د امنیتي ګواښونو له امله د شپې له خوا یې خپل فعالیتونه درولي و، خو هېواد کې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره بېرته یې فعالیتونه ۲۴ ساعته شول.

د څو میاشتو په تېرېدو اوس د کندوز ولایت اوسېدونکي د مخابراتي شبکو فعالیت څخه خوښ نه دي. د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي د مخابراتي شبکو د خدمتونو او انټرنټ له ټیټ کیفیت څخه شکایت کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کندوز ولایت اوسېدونکي وايي، د ښار په ګډون په ولسوالیو کې هم مخابراتي فعالیتونه کمزوري دي او خلک په دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د کندوز یو تن اوسېدونکی عبدالعظیم ترکمن وايي: ” د انټرنت کار ډېر ضعیف دی فیسبوک کار نه کوي، زنګونه یې هم همداسې دي دا شبکې ورځ تر بلې خرابېږي مونږ انټرنټ ته اړتیا لرو مونږ ډېر ستونزې لرو باید حل شي.”

کندوز کې د یوشمېر شرکتونو مالکان وایي، سره له دې چې مخابراتي شرکتونه له خلکو څخه د کرډېټ کارتونو لس سلنه مالیه ګرځوي، خو د انټرنټ سرعت سمولو او خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې هېڅ پاملرنه نه کوي.

د کندوز اوسېدونکو د اسلامي امارت له چارواکو څخه غواړي چې د مخابراتي خدمتونو او د انټرنټ کیفیت برخه کې دې جدي پاملرنه وکړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د کندوز سیمه‌ییز چارواکي وايي، مخابراتي او انټرنټي ستونزې یې له مرکز سره شریکې کړي او دا ستونزې به ډېر ژر حل شي.

هڅه مو وکړه چې په کندوز کې د مخابراتي شرکتونو د خدمتونو نشتون او د انټرنټ ټیټ کیفیت په اړه د اترا ادارې او د مخابراتي شرکتونو د مسوولینو نظر هم واخلو خو د بیا بیا اړیکو سره سره هم بریالي نه شوو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام