باختر خبري اژانس د کندوز د مرکزي روغتون د رييس محمدنعيم منګل له قوله لیکلي چې ډاکټر هوشنګ روستاقي پرون شپه د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو له‌خوا ژغورل شوی دی.

د پستکي او ښکلا متخصص پروفیسور هوشنګ رستاقي د لړم میاشتې په ۲۵مه نېټه د کندوز ښار په رستاق‌اباد سیمه کې له خپل کور څخه د وسله‌والو انسان تښوونکو له‌خوا تښتول شوی و.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

شاوخوا دوه اوونۍ مخکې هم د اسلامي امارت ځواکونو په کابل کې یو ډاکټر د انسان تښتوونکو له منګلو ژغورلی و. د یادولو ده چې په وروسیتو میاشتو کې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د ډاکټرانو د تښتولو څو پېښې شوې دي.

 ..

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام