په هېواد کې د وروستیو تحولاتو سره هم‌مهاله په کندوز ولایت کې د انسان تښتونې، ترور او وژنې پېښې ډېرې شوي. په کندوز ولایت کې د جنايي پېښو ډېرېدو د دغه ولایت اوسېدونکي او سوداګر اندېښمن کړې دي.

د کندوز ولایت د اوسېدونکو د معلوماتو پر بنسټ، په وروستۍ یوه میاشت کې وسله‌والو انسان تښتوونکو یو ډاکټر او د ملي امنیت مخیکنی افسر له خپله کوره تښتولي چې دوه ورځې وروسته د ملي امنیت د افسر جسد د کندوز خان‌اباد ولسوالي کې وموندل شو او د تښتول شوي ډاکټر هوشنګ رستاقي د برخلیک په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کندوز د اوسېدونکي په وینا، ناپېژنده وسله‌والو دوه اوونۍ وړاندې د کندوز ښار په درېیمه حوزه کې د اوړو د یوه کارخونې مالک او شاګرد په چکش ووژل. میرویس او عبدالولي چې په کندوز ښار کې اوسېږي، وايي، په وروستۍ یوه میاشت کې وضعیت ډېر خراب شوی او خلک خپل ځان او مال ته په اندېښنه کې دي.
د دوی په وینا، انسان تښتوونکي په رڼا ورځ له ښار څخه ډاکټران، هټۍ‌‌وال او سوداګر تښتوي چې یادې چارې د خلکو اندېښنې راپارولې دي.

دوی په کندوز کې د اسلامي امارت له مسوولانو غوښتنه کوي چې د یادو پېښې مخه دي ونیسي او انسان تښتوونکي دې د قانون منګولو ته وسپاري.
د کندوز د امنیه قومندانۍ مسوولان په دې اړه څه نه وايي، خو د کندوز د اطلاعات او فرهنګ رییس مطیع‌الله روحاني په کندوز کې د انسان تښتونې پېښې مني او وايي چې د یادو پېښو د عاملانو د نیولو لپاره یې هڅې پیل کړې دي. د روحاني په وینا، دوی څو ورځې وړاندې دوه انسان تښتونکي چې د ارچي ولسوالي یو اوسېدونکی یې تښتولی وو، نیولې دي.

هغه زیاتوي چې په کندوز ولایت کې د انسان تښتوونکو د نیولو لپاره د دوی هڅې روانې دي او کوښښ کوي چې په دغه ولایت کې د انسان تښتونې پېښې صفر ته راښکته کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې له دې وړاندې یو‌شمېر سوداګرو او پېژندل شویو څېرو په کندوز کې د انسان تښتونې او ترور د پېښو د ډېروالي له امله دغه ولایت پرېښی او کابل ته کډه شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام