د ملګرو ملتونو سازمان څېړونکو د یوې ویناپاڼې په خپرولو سره افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او له اسلامي امارت یې غوښتي چې هر څه ژر په عام محضر کې د دُرو وهلو او اعدام سزاګانې ودروي.
یاده ویناپاڼه چې پرون جمعه د لیندۍ ۲۶مه خپره شوې، د ملګرو ملتونو څېړونکو په کې د اسلامي امارت له چارواکو غوښتنه کړې چې په بېړنۍ توګه له شکنجې او سپکاوي ډکې سزاګانې بندې کړي.
په ویناپاڼه کې راغلي چې اسلامي امارت د روان میلادي کال د نومبر میاشتې له اتلسمې تراوسه په بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو په ګډون څه باندې ۱۰۰ کسان په دُرو وهلي دي.
د ملګرو ملتونو د څېړونکو په وینا، دغه کسان د غلا، نامشروع اړیکو او د ټولنیزو قوانینو څخه د سرغړونې په تور له ۲۰ تر ۱۰۰ دُرو وهل شوي دي.
په ویناپاڼې کې همداراز ویل شوي چې په عام محضر کې دُرې وهل او اعدام د شکنجې د منع نړیوالو اصولو سره په ټکر کې دي.
د ویناپاڼې له مخې، افغانستان د مدني او سیاسي حقوقو نړیوال تړون او د شکنجې، ناوړه چلند او له قانوني مراحلو پرته د جزاګانو د مخنیوي کنوانسیونونو غړی دی چې دا ډول سزاګانې یې ممنوع کړې دي.
په ویناپاڼه کې راغلي: «د بشر حقونو نړیوال قوانین دا ډول ظالمانه احکام په ځانګړې توګه داسې اعدامونه چې د عدالت بهیر لپاره یې ضمانت په عادلانه توګه نه رعایت کېږي، ممنوع اعلان کړي دي.»
دغو څېړونکو په عام محضر کې د دُرو وهلو او اعدام سزګانو د بندېدو ترڅنګ د نړیوالو معیارونو پر بنسټ په عادلانه توګه د محکمو د ترسره کېدو غوښتونکي شول.
په ورته مهال د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي دې ویناپاڼې ته په غبرګون کې ویلي: «هغه حدود چې پلې کېږي، د خدای او شرعي احکام دي چې موږ د اسلامي فقهې او قوانینو سره سم پلي کوو. دې برخه کې نړیواله ټولنه او ټول اړخونه باید د اسلام دین او قوانینو او د افغانستان د خلکو معتقداتو ته درناوی وکړي.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دا په داسې مهال دی چې اسلامي امارت د وروستیو څو میاشتو پر مهال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یوشمېر کسان د بېلابېلو جرمونو په تور په عام محضر کې په دُرو ووهل او فراه کې یې هم پر یوه کس د قصاص حکم پلی کړ.