د لوګر محلي مسوولان وايي، د دغه ولایت استیناف محکمې نن د خلکو پر وړاندې د درېوو ښځو په ګډون، ۱۷ کسان چې په بېلابېلو جرمونو ګرم پېژندل شوي وو، په دُرو ووهل.
دغه کسان د لوګر د مرکز پلعلم ښار د فوټبال لوبغالي کې چې زرګونه کسان یې نندارې ته ورغلي وو، په دُرو ووهل شول، خو خبریالانو ته پهکې د تصویر او ویډيو اخیستلو اجازه نهده ورکړل شوې.
د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رییس رفېعالله صمیم سلاموطندار ته ویلي چې د دغه ولایت د استیناف محکمې یاد کسان په غلا، اخلاقي فساد او نامشروع اړیکو ګرم پېژندلي وو او نن د خلکو په مخه کې له ۲۱ نه تر ۳۹ دُرو باندې ووهل شول.
هغه وايي، دغه کار یې د شرعي او اسلامي حکم د پلي کېدو او نورو خلکو ته د عبرت ورکولو په موخه کړی دی.
بلهخوا د دغه پروګرام یوه ګډونوال سیدجلال ایوبي سلاموطندار ته ویلي، سره له دې چې دا ډول سزا په ټولنه کې د فساد او غلا مخه نیسي، خو په وینا یې، پر ټولو مجرمانو باندې باید یو ډول قانون پلی شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه په حکومت غږ وکړ چې وزګاره ځوانانو ته د کار اسانتیاوې برابرې کړي، څو له غلا نه را وګرځي.
اسلامي امارت تر دې وړاندې هم په کابل، بامیان، غور، کاپیسا او تخار ولایتونو کې یوشمېر ښځینه او نارینهوو ته د غلا، اخلاقي فساد او ځینو نورو جرمونو په تور د خلکو په مخه کې سزا ورکړې ده.