د غور محلي مسوولان وايي چې دغه دوه هلکان او نجونې پرون د فېروزکوه ښار او د یاد ولایت د دولتیار ولسوالي د ابتداییه محکمو له لوري په عام محضر کې په دورو وهل شوي دي.

د غور د والي د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دولتیار ولسوالي ابتداییه محکمې یو هلک او نجلۍ د نامشروع اړیکې په تور په دورو وهلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه هلک او نجلۍ د جرم له اثبات وروسته په عام محضر کې ۳۹ دورې وهلي شوي.

په ورته مهال د غور د والي د رسنیو دفتر د خبرپاڼې پربنسټ، د فیروز کوه ښاري محکمې هم پرون یو هلک او نجلۍ د نامشروع اړیکې په تور په دورو وهلو او بند محکوم کړي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې د روانې اوونۍ د یکشنبې پر ورځ هم په دغه ولایت کې یو هلک او نجلۍ د نامشروع اړیکې په تور په بند محکوم شوي وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام