د زابل محلي مسوولان وايي چې په مرکز کلات ښار کې یې د زنا او غلا په جرم دوه ښځې او درې نارینه په عام محضر کې په دورو وهلي دي.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وايي چې د دغه ولایت د مرکز کلات ښار د یوې لېسې په لوبغالي کې یې د زرګونونو کسانو مخکې پر هغو پنځو کسانو شرعي حدود جاري کړي چې څه موده وړاندې د زنا او غلا په تور نیول شوي وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد ولایت د اطلاعات او فرهنګ رییس رحمت‌الله حماد نیازي سلام‌وطندار ته ویلي چې یادو کسانو ته یې د استناف محکمې له پرېکړې وروسته سزا ورکړې ده.

د نوموړي په وینا، په نیول شویو کې یو ښځه او نارینه د زنا په تور دواړه ۳۹ دورې ووهل شول او ترڅنګ نارینه په شپږ او ښځه په دوو کالونو بند هم محکوم شول.

همداراز د نوموړي په وینا، یوه بله ښځه چې د نامشروع اړیکو په تور نیول شوې وه، شل دورې وهل شوې او ۶ کاله بند باندې هم محکومه شوې ده.

په ورته مهال د زابل د اطلاعات او فرهنګ رییس زیاته کړې چې په نیول شویو کسانو کې یې دوه نارینه د غلا په تور هر یو ۱۵ او ۲۰ دورې وهلي او په یوه میاشت بند یې محکوم کړي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې له دې وړاندې هم د هېواد په ځینو ولایتونو کې ا.ا ځینې کسان د نامشروع اړیکو په تور په دورو وهلي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام