کابل ښاروالي اعلان کړی چې د ښار په کچه یې له بلبورډونو او د سوداګریزو اعلانونو له لوحو څخه د ښځو د «غیرشرعي انځورونو» د پاکولو بهیر پیل کړی دی.

دغې ادارې نن پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي: «د کابل په بېلابېلو سیمو کې له بلبورډونو او لوحو څخه د «غیرشرعي» انځورونو او اعلانونو د پاکولو بهیر روان دی.»

کابل ښاروالي زیاته کړې چې په ټولنه کې ارزښتونو او اخلاقي حدودو ته پام پر ټولو خلکو واجب شمېرل کېږي‎ او اړتیا ده چې خلک په خپلو اعلانونو او بلبورډونو کې دغو نکتو ته پام وکړي او مراعات یې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه تصویرونه چې کابل ښاروالۍ خپاره کړي، پکې ښکاري چې د سینګارتونونو پر هټۍ‌ د لګولو شویو ښځو پر تصویرونو رنګونه پاشل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په سوداګریزو اعلانونو او پیغامونو کې د ښځو له تصویرونو کار اخیستل کېده. له دې وړاندې اسلامي امارت د یوه څو مادیزلیک په خپرولو سره د رسنیو پر نشراتو محدودیتونه لګولي وو.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په دغو مادو کې راغلي وو چې له دې وروسته ښځې نه‌شي کولای په ټلویزیوني سریالونو کې شتون ولري او یا یې هم اجرا کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام