کابل کې د ناروغانو پایوازان په درملتونونو کې د یوشان درملو د بیو له نابرابرۍ سر ټکوي

کابل ښار کې د ناروغانو یوشمېر پایوازان شکایت کوي چې یو ډول درمل په بېلابېلو درملتونونو کې بېلابېلې بیې لري او په وینا یې، درمل پلورونکي د هر ډول درملو لپاره په خپل سر بیې ټاکي. دوی له سرپرست حکومت، په تېره د خوړو او درملو ادارې څخه غواړي چې بازار کې د درملو بیې کنټرول کړي.

د لاسي‌کراچۍ چلوونکي: اوونۍ کې څو شپې په لوږه وېده کېږو

کابل ښار کې یوشمېر لاسي کراچۍ چلوونکي د بې‌وزلۍ او لوږې له امله شکایت کوي. دوی سلام‌وطندار ته وايي چې ډېری وخت د خوړو نشتون له کبله اوونۍ کې څو شپې په لوږه وېده کېږي. عبدالرحمان چې کابل ښار کې کراچۍ‌ چلوي وايي، له سهار تر ماښامه د پلازمینې پر سړکونو تېروي، څو خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت: کابل ښار کې مو تراوسه ۵۹۱۴ سوالګر ټول کړي

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن چهارشنبه د (وږي ۲۳) پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه یې تراوسه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۹۱۴ سوالګر راټول کړي دي. همداراز د کابل له بېلابېلو سیمو څخه په راټولو شویو ۵۱۸ نارینه سوالګرو کې ۱۳۸ یې مستحق او ۳۸۰ یې مسلکي ښودل شوي دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنه: کابل کې له ۹۰ سلنه ډېر سوالګر مسلکي دي

نږدې یوه میاشت کېږي چې د اسلامي امارت مشر هبت‌الله اخوندزاده د سوالګرو راټولولو او اړمنو سره د مرستې لارښوونه کړې ده. دا لارښوونه داسې مهال شوې چې افغانستان کې د پخوا په پرتله بېوزلي ډېره شوې او ښارونو کې د سوالګرو شمېر هم زیات شوی دی.

کابل ښاروالي له بلبورډونو د ښځو «غیرشرعي» تصویرونه پاکوي

کابل ښاروالۍ اعلان کړی چې د ښار په کچه یې له بلبورډونو او د سوداګریزو اعلانونو له لوحو څخه د «غیرشرعي انځورونو» د پاکولو بهیر پیل کړی دی. دغه بنسټ نن پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي: «د کابل په بېلابېلو سیمو کې له بلبورډونو او لوحه څخه د غیرشرعي انځورونو او اعلاناتو د پاکولو بهیر روان دی.»

د طالبانو د ویاند لومړۍ خبري‌ناسته؛ په ټولنه کې د ښځو حضور ته اړتیا ده

د طالبانو له لوري د کابل تر نیولو دوه ورځې وروسته، د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد چې له دې وړاندې د نوموړي تصویر په رسنیو کې نه و خپور شوی، په خپله لومړۍ خبري غونډه کې چې بېګاه شپه یې د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې جوړه کړې وه، وایي، په ټولنه کې د ښځو حضور او فعالیت ته شدیده اړتیا ده.

کابل کې درې بېلابېلې چاودنې؛ ۵ کسان وژل شوي او ۲ ټپیان دي

کابل ښار نن سهار د درېوو بېلابېلو چاودنو شاهد و.

د کابل امنیه قومانداني تاییدوي چې په دغو چاودنو کې ۵ کسان وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.

د کابل د امنیې قومانداني ویاند فردوس فرامرز وايي، لومړۍ چاودنه چې نن سهار شاوخوا ۸ بجې د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د دارالامان پر سړک پر یوه کرولا ډوله موټر شوې ده. د نوموړي په وینا، په دې چاودنه کې دوه کسان ټپیان شوي او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.