د سلا‌م‌وطندار  موندنې ښيي چې هېواد کې د ښځو ورزش پر وړاندې د شته محدودیتونو له کبله د ورزش د بېلابېلو څانګو ښځینه لوبغاړې «ورزشکارانې» له هېواده بهر د وتلو په هڅه کې دي.

سلام‌وطندار له ۲۰ ښځینه لوبغاړو سره د مرکو په ترڅ کې موندلې چې د یادو ۲۰ ښځینه لوبغاړو له ډلې یې ۱۷ هېواد کې د ښځو پر ورزش د لګول شویو محدودیتونو له امله غواړي له هېواده بهر کډوالۍ ته مخه کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دغو مېرمنو سلام‌وطندار سره مرکو کې ویلي چې د ورزش په ډګر کې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره غواړي نورو هېوادونو ته کډوالې شي.

د مرکو شویو ۲۰ مېرمنو له ډلې یې ۱۷ په بېلابېلو ورزشي برخو کې د ملي لوبډلې لوبغاړې دي او پاتې درې لوبغاړې بیا د دولتي کلبونو برخې وې چې د ښځینه لوبغاړو پر ورزش د لګېدلو محدودیتونو له امله اوس وزګاره شوې دي.

له مرکه شویو ۱۷ښځینه لوبغاړو له ډلې یې دوه د موی‌تای ملي لوبډلې لوبغاړې، نهه یې د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړې، پنځه یې د والیبال او یوه یې هم د بوکسینګ ملي لوبډلې لوبغاړې وې.

درې نورې لوبغاړې بیا د موی‌تای او بوکس، یوه یې د غړیو ښکلا او بله یې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د فدراسیون اړوند د کابل کلپ لوبډلې او بوکس لوبډلې لوبغاړې وې.

په دې راپور کې د مرکه شویو ښځینه لوبغاړو له ډلې یې یوازې یوه لوبغاړې دا مهال پاکستان کې اوسېږي چې د مخکیني حکومت پر مهال د بوکس لوبې لوبغاړې وه.

د موی‌تای لوبې لوبغاړې پروین حسیني چې پنځه کاله د ملي لوبډلې لوبغاړې وه او عمره چې ۱۲ کاله یې د افغانستان د ښځینه فوټبال ملي لوبډله کې لوبې کړي، وايي چې هېواد کې د ښځینه لوبغاړو پر ورزش د لګول شویو محدودیتونو له امله اړ دي چې هېواد پرېږدي.

پروین حسیني وویل: «ما خپله ورزش کړی او مینه‌ مې ورسره لرله چې یوه ورځ وکولای شم چې خپلو خلکو او خاورې ته ګټوره ثابته شم، که دا شرطونه بدلون ونه‌مومي او که همداسې روان وي، ښځو ته حق ورنه‌کړل شي، زه نشم کولای دلته پاتې شم.»

په همدې حال کې عمره هم وايي، توپیر نه‌کوي چې هر  هېواد ته کډواله شي، خو په وینا یې، یوازې دا په‌کې ورزش کولو ته پرېښودل شي. «اروپايي هېواد دې وي، هر هېواد چې وي، توپیر نه‌کوي، یوازې زه دې ازاده وم، ورزش وکړم، انساني حق ولرم او غواړم د یوه انسان په توګه ژوند وکړم.»

بل‌خوا د سلام‌وطندار له لوري د ۲۰ ورزشکارو مېرمنو له ډلې ۱۷ یې ویلي چې د سرپرست حکومت له‌خوا د ښځو پر ورزش د لګېدلي محدودیت له امله اوس پر روحي او رواني ناروغیو اخته شوي دي.

د دوی په وینا، د خپلو هیلو له لاسه ورکولو وروسته له ژوند ستړې شوي او د ژوند دوام ورته ستونزمن شوی دی.

د میدان‌وردګ اوسېدونکې مروه چې د قوټبال لوبې لوبغاړې ده، سلام‌وطندار ته وویل: «له روغتیايي اړخه، موږ ډېر ورزش کړی او بدن مو له ورزش سره عادت شوی و، رښتیا هم له کله نه مو چې ورزش پرېښی، خپه یوو او بدن ته مو زیان اوښتی. له رواني اړخه هر څه مو له لاسه ورکړي دي.»

د پروان اوسېدونکې صفا ګلزار چې اووه کاله یې د تنګیو ځوانانو په فوټبال ملي لوبډله کې لوبه کړې وايي چې له رواني اړخه ځپل شوې دي. «ژوند کې مو چې ستر بدلون راغلی، هغه روحي ځپلتیا ده، د بېلګې په توګه درمل مو کارولي، رواني مشورې مو اخیستي او دا ډېره لویه ضربه وه.»

د دې ترڅنګ مرکه شویو ۱۴ ښځینه ورزشکارانو سلام‌وطندار ته ویلي چې پخوا به یې د ورزش له لارې ترلاسه کېدونکي عوایدو باندې خپلې او د کورنۍ اړتیاوې برابرولې، خو اوس د نورو ستونزو ترڅنګ ناوړه اقتصادي وضعیت کې دي.

د سمنګان اوسېدونکې او د فوټبال او سکېټ لوبو لوبغاړې شیما محمدي وویل: «اقتصادي وضعیت مو ښه نه دی، داسې ورځې راغلي چې په لوږه مو تېرې کړي. افغان نجونو ته بله لاره او چاره نه‌ده پاتې.»

د سمنګان اوسېدونکې زهرا چې دا یې مستعار نوم دی، د افغانستان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې لپاره یې کلونه لوبې کړي او ۱۲ کاله یې بوکس هم کړی، وايي، مشر ورور نه‌لري او په وینا یې، پلار یې کمزوری او د ورزش منع‌کولو له امله اړ شوې چې د خلکو کورونو کې کار وکړي.

نوموړې وویل: «اقتصادي ستونزو مو ملا راماته کړې. زه مشر ورور نه‌لرم او پلار مې سپین‌‌ږیری دی، زما مصرف څوک راکوي، زه څه وکړم. د کور لګښت نشم پوره کولای، پاک‌کاري کوم، څو خپلې کورنۍ ته پرې حلاله روزي برابره کړم.»

په همدې حال کې د مخکیني حکومت پر مهال د افغانستان د والیبال ملي فدراسیون مرستیاله زهرا فیضي وايي چې ښځې افغانستان کې د هېڅ‌ډول ورزش کولو اجازه نه‌لري. نوموړې له نړیوالو بنسټونو غواړي چې افغانستان کې د ښځینه ورزشکارانو ملاتړ وکړي.

هغې وویل: «له بده‌مرغه چې د هېڅ‌ډول ورزشي فعالیت اجازه نه‌لري او نږدې ټولې یې کورناستي ته اړ شوي دي. زموږ غوښتنه دا ده چې نړیوال بنسټونه دې له ښځو ملاتړ وکړي. د افغانستان مېرمنې له هیره ونه‌باسي. د افغان ښځینه ورزشکارانو سترګې هغو ته دي چې له هېواده بهر دي.»

په همدې حال کې د ورزش برخې ځینې پوهان وايي چې ورزش د انسان روغتیا ته ګټه رسوي او له ورزش د ښځو راګرځول به دوی په جسمي او رواني ناروغیو اخته کړي. دوی له حکومت غواړي چې ښځو ته دې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ورزش کولو زمینه برابره کړي.

د ورزش برخې کارپوه ضیاالله حسیني سلام‌وطندار ته وویل: «د ورزشکار په توګه زما وړاندیز دا دی چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې دې ښځو ته د ورزش کولو زمینه برابره کړي. د خپلو پالیسیو مطابق دې ښځو ته کلبونه جوړ کړي، څو وکولای شي، ورزش وکړي.»

بل‌خود د ښځو حقونو فعالانې بیا د ښځو ورزش کونګ بولي او له سرپرست حکومت غواړي چې ښځو ته د ورزش کولو اجازه ورکړي.

دوی ټینګار کوي چې د ښځو پر ورزش د محدودیت دوام به د ښځو لپاره روحي او رواني ستونزې لاپسې زیاتې کړي.

د ښځو حقونو فعالې زهرا محمدي وویل: «د نورو موضوعاتو په څېر دا به هم نامعلوم او ګونک لامل ولري چې حکومت ولې، نشي کولای چې ښځو ته د ورزش کولو اجازه ورکړي.؟ له حکومت مو غوښتنه دا ده چې اجازه ورکړي، خلک خپل ارام ژوند وکړي.»

د ښځو حقونو یوې بلې فعالې فروزان داوودزۍ هم وویل چې لګېدلي محدودیتونه به ټولنه له نورو ستونزو سره هم لاس او ګرېوان کړي. «ورزش کولای شوای چې پر ښځو د لګېدلو  محدودیتونو فشارونه لږ راکم کړي. که دا دوام وکړي، ټولنه به له نورو ستونزو سره مخ کړي. غوښتنه کوو چې ا.ا دې د ورزش سیمې نه‌بندوي.»

په همدې حال کې د کابل اوسېدونکې هم ورزش د انسان روغتیا لپاره ګټور بولي او له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې له نارینه‌ سربېره ښځو ته هم د ورزش کولو زمینه برابره کړي.

د کابل اوسېدونکې فیروزې رسولي وویل: «ورزش هم ښځې او نارینه‌ ته ګټه رسوي. ورزش د انسان بدن ته ګټه رسوي. له امارت غواړو، هر ډول چې کېږي، باید ښځو ته د ورزش کولو زمینه برابره کړي.»

په همدې حال کې د کابل اوسېدونکې مرضیه احمدي هم وايي چې اوسنیو شرایطو کې چې ښځې نه‌شي کولای ورزش وکړي، بېلابېلو ناروغیو باندې اخته شوې دي. «زموږ همکارانو چې ورزش پرېښی وزن یې زیات شوی او دا لامل شوی چې پر روحي او رواني ناروغیو اخته شي.»

هڅه مو وکړه چې په دې راپور کې د ښځینه ورزشکارنو په اړه د المپیک ملي کمېټې او نورو اړوند ادارو له مسوولانو هم نظر واخلو، خو له هڅو سره سره بریالي نه‌شو.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه څرګندونې داسې مهال دي چې د بشرحقونو څار بنسټ د ۱۴۰۱ کال د لیندۍ میاشتې په ۱۵مه اعلان وکړ چې افغانستان کې د ښځو پر ورزش د محدودیت لګولو له امله یې المپیک کمېټه کې د دغه هېواد غړیتوب ځنډولی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام