Asset 1SWN

د سلام‌وطندار موندنې؛ د ښځو د ځان‌‌وژنې او وژنې پېښې زیاتې شوي

20230121_ASP501

د تېرو درېوو کلونو پر مهال هېواد کې د ښځو د ۱۷۳وژنو او ځان‌وژنو پېښو په اړه د سلام‌وطندار موندنې ښيي چې د ځان‌وژنې او وژنو دغه ډول پېښې په کم‌سارې توګه زیاتې شوې دي.

د یادې څېړنې له مخې، په ۱۴۰۰ کال کې په منځنۍ کچه هره میاشت درې پېښې، په ۱۴۰۱ کال کې اووه او په ۱۴۰۲ کال کې بیا ۱۲ پېښې ثبت شوې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د سلام‌وطندار د څېړنو له مخې، د ۱۴۰۰ کال په وروستۍ نیمايي کې د ځان‌وژنې او وژنې ۱۶ پېښې شوې چې ۱۴۰۱ کال کې ۸۴ او د روان کال په لومړۍ نیمايي کې د ځان‌وژنې او وژنې ۷۳ پېښې ثبت شوې دي.

د سلام‌وطندار څېړنه ښيي چې د ښځو د ځان‌وژنې او وژنو دغو پېښو کې ۱۲۶ یې وژنې او ۴۷ یې د ځان‌وژنې اړوند دي.

په څېړنه کې جوته شوې چې د وژنې او ځان‌وژنې پېښو کې یې ۱۰۳ مورده د مرموزې وژنې اړوند دي او د پاتې ۷۰ پېښو لامل نه دی په ډاګه شوی.

په ورته مهال د څېړنې له مخې فاریاب هغه ولایت دی چې د ښځو وژنې او ځان‌‌وژنې پېښې ډېرې په‌کې ثبت شوې دي. دغه ولایت کې ۲۰ داسې پېښې شوې چې ښځې په‌کې وژل شوي او یا هم ځان‌وژنې یې کړې دي.

له هغه وروسته کابل او هرات کې د ښځو د ځان‌وژنې او وژنو ۱۳ پېښې ثبت شوې دي. غور هم هغه ولایت دی چې ۱۲ پېښې په‌‌کې ثبت شوې دي.

همداراز په بغلان او تخار کې د ځان‌وژنې او وژنو نهه پېښې، بادغیس او پروان کې اته-اته پېښې، کاپیسا، ننگرهار او دایکندي کې اووه-اووه پېښې، جوزجان، سرپل او بلخ کې شپږ-شپږ پېښې شوې دي.

په ورته مهال هېواد کې له وروستیو سیاسي تحولاتو راپدېخوا په بدخشان او روزګان کې هم د ښځو د وژنې او ځان‌وژنې پنځه-پنځه پېښې رامنځته شوې دي.

غزني، هلمند او بامیان کې د وژنې او ځان‌وژنې څلور-څلور پېښې، پنجشېر، سمنګان، کندهار او کندوز کې بیا درې-درې پېښې شوي.

د سلام‌وطندار د څېړنې پر بنسټ، لوګر، کونړ او پکتیکا هغه ولایتونه دي چې د ښځو د ځان‌وژنې او وژنې تر ټولو کمې پېښې په‌کې شوې دي. لوګر او کونړ کې دوه-دوه او پکتیکا کې هم د وژنې یوه پېښې رامنځته شوې ده. بل‌خوا له هېواده بهر بیا پاکستان کې د افغان کورنیو ترمنځ دوه او کاناډا کې یوه ورته پېښه شوې.

د یادې څېړنې پر بنسټ، د ځان‌وژنې او وژنو د ۱۰۳ پېښو لامل نه دی معلوم او دا پېښې په مرموز ډول شوي، خو د ۷۰ نورو پېښو لامل روښانه نه دی.

څېړنه کې معلومه شوې چې د یادو پېښو ۴۴ یې د کورني تاوتریخوالي، اووه یې د نامشروع اړیکې درلودو له کبله، پنځه یې د غلا، درې یې د رواني او روحي ستونزو، درې نورې یې لفظي شخړې، درې یې جبري ودونو، یوه یې د جنسي تېري، یوه یې د جنسي تیري د هوډ درلودو، یوه یې په غیر عمدي توګه، یوه یې د شخصي دښمنۍ او وروستۍ هغه یې د کډوالۍ قضیې نه معلومېدو له امله شوې دي. پاتې ۱۰۳ د مرموزې وژنې اړوند دي.

د سلام‌وطندار د څېړنې له مخې، دغه وژنې او ځان‌وژنې بېلابېل لاملونه لري، خو د ډېری پېښو لامل یې د ښځو خاوندان دي.

دې لړ کې ۲۸ وژنې د خاوند له لوري، ۲۳ د کورنۍ د غړیو، اووه د خپلوانو، یوه د یوې ښځې او بله یوه هم د غله له‌خوا شوي، خو د پاتیو ۶۶ وژنو پېښو لامل ګونګ او ناروښانه دی.

د وژنې او ځان‌وژنې دغه ۱۷۳ پېښې په بېلابېلو ډولونو شوې دي. د سلام‌وطندار له لوري په ټولو شویو معلوماتو کې ښکاري چې د ښځو د وژنې او ځان‌‌وژنې د ۱۱۷ پېښو څرنګوالی روښانه دی، خو پاتې ۵۵ پېښې ناروښانه دي او معلومه نه‌ده چې دغه وژنې او ځان‌وژنې څه ډول شوې دي.

۴۸ وژنې او ځان‌وژنې د ټوپک په وسیله، ۲۵ د ځړونې، ۱۸ د چاقو په وسیله، یوولس د خفه کولو، څلور د موږک درملو د خوړلو له امله، دوه وژنې د تبر په وسیله، یوه هم د پوزې او غوږ د پرېکولو له کبله، دوه د وهلو ډبولو، دوه د زهر او تېزاب په خوړو، دوه نورې له ودانۍ د ځان‌ غورځولو، یوه له جنسي تیري وروسته، یوه د ماین چاودنې او وروستۍ هغه هم په اوبو کې د ډوبېدو له امله شوې ده.

په وژل شویو مېرمنو کې پنځه یې اومېندوارې مېرمنې دي. دغه مېرمنې د کندوز، بغلان، فاریاب او دوه هم د هرات اوسېدونکې وې. ډېری وژل شوې ښځې واده شوې وې او عمرونه یې د ۱۵ تر ۳۰ کلونو دي.

په ورته مهال دغه معلومات له بېلابېلو سرچینو راټول شوي چې ۳۱ یې د سلام‌وطندار له خبرونو، ۱۳۵ یې د اطلاعاتو روز، یوه پېښه یې د طلوع نیوز، څلور یې د ډویچه‌‌وله او یوه پېښه هم له بي‌بي‌سي اخیستل شوې ده.

د ښځو ترمنځ د وژنې او ځان‌وژنې پېښې داسې مهال زیاتې شوې چي ارواه‌پوهان او ټولن‌پوهان پر ښځو او نجونو د محدودیتونو لګول، د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړل، د یادو پېښو له مهمو لاملونو څخه ګڼي.

ټولن‌پوه ضیا نېک‌زاد سلام‌وطندار ته وویل: «هغه لاملونه چې د اسلامي امارت له لوري افغانستان کې پر ښځو لګول شوي ښايي یو لامل یې وي، ځکه ډېری ښځې دې باور ته رسېدلې وې چې له دې وروسته کولای شي ټولنیزو، سیاسي او فرهنګي فعالیتونو کې ونډه واخلي او هرې یوې یې راتلونکې ته هیلې لرلې.»

په ورته مهال ارواه پوهې کوکبه نواب هم په دې اړه وویل: «کله چې د یوه انسان هیلې پای مومي او انسان فکر کوي چې نور نشي کولای چې ژوند ته دوام ورکړي، ویلی شو چې اصلي لامل یې د ښوونځیو او دروازو تړل کېدل دي.»

بل‌خوا یو‌شمېر ښځې مدافع وکیلانې کورنی تاوتریخوالی، جبري وادونه او د ښځو کار مخنیوی د وژنې او ځان‌وژنې د ډېرېدو لامل بولي. دوی وايي چې د جمهوري نظام پر مهال هم د ښځو د وژنې او ځان‌وژنې پېښې وې، خو په وینا یې، د نوي نظام په راتلو سره دا پېښې زیاتې شوې دي.

یوې مدافعې وکیلې ایمن بسمل وویل: «افغانستان کې مرموزې وژنې ډېرې شوي. له یوې خوا کورني تاوتریخوالي او له بل لوري جبري ودونو هم زیات کړي دي. هدفي وژنې او سیاسي وژنې هم له بده مرغه چې موږ یې شاهدان یوو چې افغانستان کې زموږ خویندې په مرموز ډول وژل کېږي او څرنګوالی او لامل یې هم نه څېړل کېږي.»

فاضله منصوري چې د جمهوري نظام پر مهال مدافعې وکیله وویل: «هېواد کې د ځان‌وژنې او ورته پېښو لامل دا دی چې حکومت له کور بهر د ښځو د کار، زده‌کړو مخه نیولې ده.»

د ښځو حقونو یو‌شمېر فعالانې بیا د ښځو د وژنې او ځان‌وژنې لامل هېواد کې پر دوی لګول شوي بندیزونه یادوي. د ښځو حقونو فعالې مینه رفیق وویل: «افغانستان کې د ښځو حقونه ورکړل شي، د کار، زده‌کړو او نور حقونه یې باید ورکړي. دوی باید پرېښودل شي چې د خپل ژوند په اړه خپله پرېکړه ونیسي.»

بل‌خوا یو‌شمېر شنونکي هم وايي چې ټولنه کې شته وضعیت د ښځو ترمنځ د وژنې او ځان‌وژنې لامل دی او په وینا یې، یوې ټولنه کې ناخوښي د ځان‌وژنې او وژنې لامل کېږي.

ټولنیز شنونکي نبي احمدي وویل: «اقتصادي، ټولنیز، رواني، سیاسي او نور لاملونه د دې کار سبب کېږي. ډېری وخت دا پېښږي، خو له شته وضعیت ناخوښ یوو او کله چې دې وضعیت ته ګورو ناهیلې کېږ،.»

د کورنیو چارو وزارت سرپرست بیا که څه هم د ځان‌وژنې او وژنې کره شمېر نه په ډاګه کوي، خو وايي چې د روان کال په دویمه نیمايي کې د ښځو او نارینه‌وو په ګډون د وژنې ۵۱۴ پېښې ثبت شوې دي.

د یاد وزارت د ویاند مرستیال بسم‌الله حبیب سلام‌وطندار ته وویل: «قضیه یې د پولیسو له‌خوا کشف او ۱۵۸ قضیې تر کشف لاندې دي چې ۴۳سلنه یې ذات‌البیني، ۳۶سلنه یې کورني تاوتریخوالي، اووه سلنه یې ناموسي وژنې، ۳۰ سلنه یې غلاوې، دوه سلنه یې حقوقي دعوا او یوه سلنه یې د رواني، ستونزو او څلور سلنه یې عوامل نامعلوم دي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ښځو ترمنځ د وژنې او ځان‌وژنې پېښې داسې مهال لوړې شوې چې د نظام په بدلون سره د حکومت له لوري پر ښځو کاري، ټولنیز، فرهنګي، زده‌کړییز او نور محدودیتونه لګول شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام