متقي: د اسلامي همکاریو سازمان ناسته هیله‌‌بښوونکې وه

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی امیرخان متقي په پاکستان کې د اسلامي همکاریو سازمان په ناسته کې له ګډون وروسته، نن بېرته هېواد ته راستون شو. نوموړي د کابل هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان ناسته هیله‌بښوونکې وه. متقي زیاته کړې چې اسلامي امارت په غوڅه توګه د داعش ډلې د فعالیتونو زیاتېدو پر وړاندې اقدام کړی او د دغې ډلې په اړه اندېښنې له منځه تللي دي.

د عمران خان پرونۍ څرګندونې د افغانانو له سختو غبرګونونو سره مخ شوي

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پرون د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته ویلي چې داعش ډلې له افغان خاورې پر پاکستان بریدونه کړي او د ښځو سپکاوی او نجونو ته د زده‌کړو نه‌اجازه د افغانانو د کلتور یوه برخه ده. د عمران خان دا څرګندونې ګڼ‌شمېر افغانانو په کلکو ټکو غندلي دي.

کابل ښاروالي له بلبورډونو د ښځو «غیرشرعي» تصویرونه پاکوي

کابل ښاروالۍ اعلان کړی چې د ښار په کچه یې له بلبورډونو او د سوداګریزو اعلانونو له لوحو څخه د «غیرشرعي انځورونو» د پاکولو بهیر پیل کړی دی. دغه بنسټ نن پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي: «د کابل په بېلابېلو سیمو کې له بلبورډونو او لوحه څخه د غیرشرعي انځورونو او اعلاناتو د پاکولو بهیر روان دی.»

د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان لپاره «بشردوستانه امانتي صندوق» جوړوي

د اسلامي همکاریو سازمان ویلي، د دغه سازمان غړو هېوادونو ژمنه کړې چې د اسلامي پراختیايي بانک په ملاتړ به د افغانستان لپاره «بشردوستانه امانتي صندوق» جوړوي. د یاد سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د یو‌شمېر هېوادونو استازیو د ناستې په پای کې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو د رسولو پر څرنګوالي او لارو چارو غږېدلي دي.

د روغتیا وزارت مرستیال: د هرات حوزوي روغتون کارکوونکي له خلکو پیسې شکوي

د عامې روغتیا وزارت مرستیال هرات ته د خپل سفر پر مهال په یوې خبري ناسته کې د دغه ولایت د روغتیا برخه د اندېښنې وړ وبلله او د هرات حوزوي روغتون پر مسوولانو یې نیوکه وکړه چې دې برخې ته یې اړین پام نه دی کړی. د عامې روغتیا مرستیال عبدالباري عمر وايي چې د هرات حوزوي روغتون کارکوونکي کار نه کوي او له خلکو پیسې اخلي.