د اسلامي همکاریو سازمان ویلي، د دغه سازمان غړو هېوادونو ژمنه کړې چې د اسلامي پراختیايي بانک په ملاتړ به د افغانستان لپاره «بشردوستانه امانتي صندوق» جوړوي.

د اسلامي همکاریو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د یو‌شمېر هېوادونو استازیو د پرونۍ بېړنۍ ناستې په پای کې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو د رسولو پر څرنګوالي او لارو چارو غږېدلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اسلامي همکاریو سازمان د یوې ویناپاڼې په خپرولو سره ویلي چې له ملګرو ملتونو سره په همغږۍ په دغه هېواد کې د پیسو د چلښت له سره پیل او د بشري مرستو د رسولو په موخه د اسلامي پراختیايي بانک له لارې افغانستان ته د مالي سرچینو لارې پرانیزي.

دغه سازمان همداراز له افغانستان سره د دوامداره بېړنیو بشري مرستو پر رسولو د یوې حل لارې پر جوړېدا ټينګار کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان لپاره باید د «خوړو خوندیتوب پروګرام» په پام کې ونیول شي.

د یادې ناستې په پای کې د اسلامي همکاریو سازمان مشر طارق‌علي بخیت د افغانستان لپاره د دغه سازمان د ځانګړي استازي په توګه وټاکه. طارق‌علي بخیت په بشردوستانه، فرهنګي او ټولنیزو چارو کې د اسلامي همکاریو سازمان د مشر مرستیال دی.

نوموړی د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا د پرېکړه‌لیک د پلي کولو په ځانګړې توګه د افغانستان له خلکو سره د بشردوستانه مرستو د رسولو په برخه کې د هڅو د همغږۍ لپاره ټاکل شوی دی.

په همدې حال کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی توماس وېسټ د پاکستان په کوربه‌توب د اسلامي همکاریو سازمان غونډه مهمه بللې او هرکلی یې کړی دی.

نوموړي پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د افغانستان لپاره د بشردوستانه مرستو صندوق جوړول او د دغه هېواد لپاره د اسلامي همکاریو سازمان د ځانګړي استازي په توګه د طارق‌علي بخیت ټاکل، د یک‌شنبې ورځې د ناستې له لاسته راوړنو څخه دي او واشنګټن د افغانستان د خلکو لپاره د بشري مرستو د رسولو په برخه کې د یادې شورا له نقش او هڅو هرکلی کوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي همکاریو سازمان بېړنۍ ناسته پرون د پاکستان په کوربه‌توب د یاد سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له ګډون سربېره د امریکا، چین، روسیې او د اروپايي ټولنې د استازیو په شتون کې جوړه شوې وه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام