د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالی امیرخان متقي په پاکستان کې د اسلامي همکاریو سازمان په ناسته کې له ګډون وروسته، نن بېرته هېواد ته راستون شو. نوموړي د کابل هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان ناسته هیله‌بښوونکې وه.

امیرخان متقي په دغه ناسته کې د وجهي صندوق جوړول او د افغانستان لپاره د یاد سازمان د ځانګړي استازي ټاکل، د یادې ناستې لاسته راوړنې بولي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست خبریالانو ته د خپلو خبرو پر مهال وویل چې اسلامي امارت له نړۍ سره ښې اړیکې غواړي او دغه اړیکې د عادي کېدو په حال کې دي او ګڼ‌شمېر هېوادونه دې ته چمتو دي چې له اسلامي امارت سره تعامل وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي همداراز زیاته کړه چې اسلامي امارت د خپلو ژمنو عملي کولو ته پاه‌بند دی او د افغانستان له خاورې به د هېڅ‌کوم هېواد پر وړاندې استفاده ونه شي.

متقي زیاته کړه چې اسلامي امارت په غوڅه توګه د داعش ډلې د فعالیتونو زیاتېدو پر وړاندې اقدام کړی او د دغې ډلې په اړه اندېښنې له منځه تللي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان غونډه پرون د پاکستان په کوربه‌توب جوړه شوې وه. افغانانو ته د بشردوستانه مرستو رسول، د دغې غونډې د بحث له اصلي موضوعاتو څخه وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام