په یوشمېر ولایتونو کې د طالبانو ډلې له لوري د بریدونو له زیاتوالي او د دوی لخوا د ولسوالیو له نیولو وروسته، په ډېرشمېر ولسوالیو کې ولسي پاڅونوالو او د طالبانو بریدونو د مخنیوي او د سقوط شویو ولسوالیو د بیرته نیولو لپاره یې له امنیتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ.

په ورته مهال پخوانیو جهادي قوماندانانو د ولسي ځواکونو د ملاتړ او راټولېدنې لپاره د چمتووالي اعلان کړی دی. د جمعیت اسلامي ګوند د بېلې شوې څانګې رییس عطامحمد نور، د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند رییس محمد محقق، د ملي جنبش ګوند رییس عبدالرشید دوستم او یوشمېر نورو پخوانیو جهادي قوماندانانو له خلکو وغوښتل چې د طالبانو په وړاندې سره راټول شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اوس دغه قوماندانان وايي، سره له دې چې حکومت د دوی د ملاتړ او د ولسي پاڅونوالو د تجهیز لپاره ژمنه کړې، خو په دې برخه کې تراوسه کوم اقدام نه دی شوی.

دوی ټینګار کوي چې سیمه‌ییز ځواکونه او ولسي پاڅونوال د طالبانو پر وړاندې د مقابلې کافي روحیه لري او که حکومت د سقوط شویو ولسوالیو د بیرته نیولو او د جګړې د دوام لپاره پرېکړه ونیسي، دوی د امنیتي ځواکونو مرستې ته چمتو دي.

د محمد محقق د دفتر رییس غلام قادر سکندري وایي: «که حکومت پلان ولري چې ولسوالۍ بېرته ونیسي، مونږ به د مرسته کوونکې مجموعې په توګه د امنیتي ځواکونو تر شاه ولاړ یو، اوس برنامه داده، هغو سیمو ته چې طالبان راغلي، هلته لیکې جوړې کړو، څو هغو سیمو ته چې مونږ سیاسي حضور پکې لرو، دوی هلته حضور پیدا نه کړي، او که په لویه کچه حکومت پرېکړه وکړي چې ولسوالۍ بېرته ونیسي مونږ مرسته کوو.»



بل‌خوا د ولایتي شوراګانو غړي وايي چې د حکومت له لوري له ولسي پاڅونوالو نه ملاتړ د دې لامل شوی چې ولسوالۍ سقوط شي. دوی زیاتوي چې ولسیي پاڅونوال په پوځي عملیاتو کې ونډه نه لري او یوازې د جګړې په کرښه کې د امنیتي ځواکونو تر شا د مرستندویه سرتیرو په توګه فعالیت کوي.

د فاریاب د ولایتي شورا غړی نادر سعیدي په دې اړه وايي: «په خواشینۍ سره چې له څو کلونو راپدې خوا دولت له ولسي پاڅون ځواکونو ملاتړ نه کاوو، او د ولسوالیو سقوط یو لامل همدا وو، د دولت کافي ځواکونو شتون نه درلود او ولسي ځواکونو ته د حقارت په سترګه کتل کېدل چې ولسوالیو سقوط وکړ.»

د دفاع وزارت ویندویانو په دې اړه د معلوماتو د ورکړې لپاره زمونږ اړیکې ځواب نه کړې، خو د یو‌شمېر ولسوالیو له سقوط او د طالبانو پر وړاندې د ولسي پاڅونوالو له بیا جوړېدو وروسته، دفاع وزارت ویلي وو چې له دې ځواکونو ملاتړ کوي او دوی ته وسلې او مهمات برابروي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام