Asset 1SWN

حکومت د کابل په لوېدیځ کې خلک د امنیتي کمرو لګولو ته اړ کړي

080E038A-D774-48A5-90E6-9DF53FCA1903_cx0_cy1_cw83_w1200_r1

د کابل په لوېدیځ د دشت‌برچي سیمې یو‌شمېر اوسېدونکي وايي چې سرپرست حکومت دوی د خپلو کورونو د دروازو پر سر د امنیتي کمرو لګولو ته اړ کړي دي.

د دشت‌برچي اوسېدونکی عبدالهادي امیني سلام‌وطندار ته وايي چې حکومت د یادې سیمې یو‌شمېر اوسېدونکي اړ کړي، څو د خپلو کورونو دروازو او ودانیو پر سر امنیتي کمرې فعالې کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي زیاته کړه: «یوه جبري مسله ده. باید نصب یې کړو. بله دا چې زه فکر نه کوم چې پایله ورکړي؛ ځکه یاده سیمه کې ډېری وخت برښنا نه وي؛ نیمه ورځ برښنا نه وي، د شپې له‌خوا هم نه وي. دا کمرې پایلې نه ورکوي.»

د دشت‌برچي د اوسېدونکو د معلوماتو پر بنسټ، حکومت د لوړپوو ودانیو او ښوونیزو مرکزونو له مسوولانو غوښتنه کړې چې د ودانیو دروازو باندې امنیتي کمرې ولګوي.

د کورنیو چارو وزارت تایید کړې چې د کابل په زیانمنو سیمو کې د امنیتي کمرو د لګولو بهیر پیل شوی او لا هم دوام لري. د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال بسم‌الله حبیب د دې په اړه چې دغه امنیتي کمرې د حکومت له لوري لګول کېږي، که په شخصي لګښت، څه ونه ویل.

نوموړی دشت‌برچي سیمه کې د برښنا کمښت په اړه وايي: «د برښنا نشتون ستونزه ده. د دې لپاره موږ کولای شو چې له برښنا څخه استفاده وکړو او برښنا یې تامینه کړو.»

د یادونې وړ ده چې دشت‌برچي له امنیتي اړخه د کابل له زیانمنو سیمو څخه ده چې وخت ناوخت په‌کې مرګوني بریدونه شوي او د یادې سیمې اوسېدونکو ته یې درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په یاده سیمه کې وروستی ځل پر کاج ښوونیز مرکز برید چې ویل کېږي ځانمرګی و، څه باندې ۵۳ کسان ووژل او له ۱۱۰ ډېر نور کسان یې ټپیان کړل.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام