د کابل د شکردرې ولسوال ګوهرخان بابري سلام‌وطندار ته ویلي چې نن ماسپښین شاوخوا یوه‌نیمه بجه د کابل شکردرې ولسوالي د حاجي بخشي سیمې په مرادبېک کلا کې د جمعې لمانځه پر مهال چاودنه شوې ده.

مفتي نعمان

د نوموړي په وینا، په یاده چاودنه کې د جومات د مفتي نعمان په ګډون، ۶ کسان وژل شوي او له ۲۰ ډېر نور ټپیان دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز هم د پېښې د پخلي ترڅنګ، وايي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، په چاودنه کې ۴ کسان وژل شوي او له ۲۰ ډېر نور ټپیان دي.

د هغه په وینا، د یادې چاودنې له کبله د اوښتې مرګ‌ژوبلې شمېرې وروستۍ نه دي او ښايي نورې هم لوړې شي.



د دې چاودنې مسوولیت تر اوسه کوم چا یا وسله‌والې ډلې نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د اختر په درې ورځو کې اوربند شوی دی. تر دې مخکې د اختر په لومړۍ ورځ په کندهار او کندوز ولایتونو کې د ماین چاودنو له کبله ۹ کسان ووژل شول او ۱۷ نور ټپیان شول.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام