رویټرز خبري اژانس رپوټ ورکړی چې د اسلامي دولت نومي ډلې یا داعش هرات کې د تېرې شنبې ورځې د مرګوني چاودنې مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
رویټرز ویلي چې دغې ډلې وړمه ورځ په خپل تلګرام کې د افغانستان په لوېدیځ کې د شوې چاودنې مسوولیت منلی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هرات کې د شنبې ورځې په چاودنه کې د څلور ښځو په ګډون ۷کسان ووژل شول او د پنځو ښځو په ګډون ۱۰ کسان ټپیان شول. د هرات روغتیايي چارواکو په وینا، د ټپیانو له ډلې د پنځو کسانو روغتیايي وضعیت نازک وو چې د درملنې لپاره ایران ته لېږدول شوي دي.
دغه چاودنه د ښار هرات د شیعه وګړو په «حاجي عباس» سیمه کې شوې چې له ځاني زیان سربېره یې ګڼشمېر هټیو او د استوګنې کورونو ته مالي زیانونه هم اړولي دي.
له دې وړاندې هم کابل او د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د ورته بریدونو او چاودنو مسوولیت داعش وسلهوالې ډلې پرغاړه اخیستی و.