Asset 1SWN

هرات کې جوړ شوي دوه موټر نندارې ته وړاندې شول

۰۱

هرات کې په لومړي ځل جوړ شوي دوه موټر نندارې ته وړاندې شول. دغه موټر چې یو یې لیموزین او بل یې د ګرځنده رسټورانټ په بڼه جوړ شوي، پرون پنج‌شنبه د غويي ۲۸مه د هرات ښار پر سرکونو یې ازمایښتي حرکت وکړ چې د خلکو له تود هرکلي سره هم مخ شو.

د یوه موټر جوړونکی غوث‌الدین بارکزی سلام‌وطندار ته وايي چې له فورګرس موټر څخه یې شپږ دروازې لرونکی «لېموزین» ډوله موټر جوړ کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «درېو کسانو راسره همکاري کوله او یاد موټر مې د اوو میاشتو په موده کې د ۵۵۰زره افغانیو په لګښت جوړ کړی دی. ایده او فکر مې له بهرنیو موټرو اخیستی دی.»

په ورته مهال د یوه بل موټر جوړونکی محمدقاهر طاهر بیا سلام‌وطندار ته وايي چې دغه موټر یې د ګرځنده رسټورانټ په بڼه جوړ کړی چې د یوه رسټورانټ ټول امکانات په‌کې ځای پر ځای شوي دي.

نوموړي وویل: «دغه موټر یوازې د رسټورانټ لپاره دی او د یوه رسټورانټ ټول امکانات یې داخل کې ځای پر ځای شوي دي. په راتلونکي کې د نورو چټکو موترو د جوړولو پلان هم لرم.»

په همدې حال کې د هرات صنایعو او کانونو خونې مسوولان بیا د یادو موټرو جوړونکو هڅې ستايي او د هر راز ملاتړ ډاډ ورکوي.

د هرات د صنایعو او کانونو خونې رییس حمیدالله خادم وايي چې د یادو دوو کسانو د کارونو پراختیا برخه کې به پانګه‌وال وهڅوي، څو له دوی سره مرسته او همکاري وکړي.

هغه وویل: «هیله لرم چې په راتلونکي کې بهر ته د افغانستان ساخت موټرو د صادرولو شاهدان واوسو، ځکه موږ هېواد کې ډېر ښه استعدادونه لرو.»

بل‌خوا د هرات محلي مسوولان ډاډ ورکوي چې دوی به د یاد ولایت له استعداد لرونکو ځوانانو خپل ملاتړ وکړي.

د هرات د والي ویاند نثاراحمد الیاس سلام‌وطندار ته وویل: «له ټولو ځوانانو ملاتړ کوو او له دوی غواړو چې د ځان‌بسیاینې لپاره او له کورنیو تولیداتو څخه د استفادې په موخه یوه بل ته لاسونه سره ورکړو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې څه موده وړاندې کابل کې د یوه ځوان له لوري سپورټي موټر جوړ شو چې له هغه وروسته په ځانګړې توګه دې وروستیو ورځو کې په تخار او غزني هم کې ځوانانو موټر او زرهي ټانک جوړ کړی دی.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام