Asset 1SWN

کندوز کې اورلګېدنه؛ له دوو میلیونو افغانیو ډېر زیان اوښتی

کندز-۷-qb4yjwcnfc3qp9du1jz5wakdwvaxzjtcbsi69prc7c

په کندوز کې محلي سرچینې د دغه ولایت په مرکز کې د اورلګېدنې خبر ورکوي. سرچینې وايي چې دا اورلګېدنه نن (د زمري ۲۸مه، د شنبې ورځ) سهار لس‌ نیمې بجې د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د امام صیب بندر کې شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

د سرچینو په خبره، یادې اورلګېدنې تر اوسه هټۍ‌والو ته له دوو میلیونو ډېرو افغانیو زیان اړولی دی. سرچینې زیاتوي چې د سیمې اوسېدونکي او اوروژونکې ډله د پېښې سیمې ته رسېدلې او د اور په مړ کولو لګیا دي.

د کندوز د امنیې قومانداني ویاند جمعه‌الدین خاکسار د دې پېښې د تایید تر څنګ، وايي چې اورلګېدنه د کندوز ښار اړوند په مال‌بازار سیمه کې شوې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د خاکسار په وینا، اور د ګازو یوې ډبې د چاودنې له کبله بل شوی او تر اوسه درې غرفو ترې اور اخیستی دی.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام