د هرات ولایت د «قصر هرات» سوداګریز مارکېټ کې د اورلګېدنې له کبله ګڼ‌شمېر هټۍ‌والو ته میلیونونه ډالر زیان اوښتی دی.

د یاد سوداګریز مرکز یوه مسوول صفات‌الله مولوي‌زاده سلام‌وطندار ته ویلي، دغه سوداګریز مرکز کې اورلګېدنه نن شنبه د غبرګولي ۲۷مه د برښنا شارټۍ له امله رامنځته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، اورلګېدنې هټۍ‌والو ته درانه مالي زیانونه اړولي چې په وینا یې، د هر هټۍ‌وال له ۲۰ تر ۳۰زره امریکايي ډالرو مالونه سوځېدلې دي.

نوموړي وویل: «د مارکېټ خدمې وویل چې لومړی برښنا لاړه او وروسته له دې چې بېرته ونښلول شوه، پام مو شو چې د ایسکریم یو یخچال چاودلی چې اور یې لاندې او پورته پوړ ته تللی او نه دي بریالي شوي چې د اور مخه ونیسي.»

د هرات د کسب‌ګرو ټولنې مسوولان بیا وايي چې اورلګېدنې هټۍ‌وال زیانمن کړي دي. د هرات د کسب‌ګرو ټولنې رییس عبدالودود فیض‌زاده سلام‌وطندار ته ویلي چې د اختر په رانږدې کېدو سره د هټۍ‌والو کاروبار ښه شوی وو، خو اوس یې ټول شته سوځېدلې دي.

هغه وویل: «هټۍ‌والو په پور خپلو هټیو ته مالونه راوړي وو، څو اختر کې یې وپلوري، خو اور کې وسوځېدل، له امارت غواړو چې دې برخه کې هټۍ‌والو سره مرسته وکړي.»

بل‌خوا یو‌شمېر هغه هټۍ‌وال چې دې مرکز کې یې هټۍ‌ سوځېدلي، وايي چې خپل هر څه یې له لاسه ورکړي دي.

یوه هټۍ‌وال فرهاد سلام‌وطندار ته وویل: «حکومت راغی او اورلګېدنه یې ولیده، د خلکو درد باید درک کړي، دا د هټۍ‌والو یوازینۍ پانګونه وه. داسې کسان وو چې نوي راغلي وو او کاروبار یې تازه شروع کړی وو، خو هر څه یې اور کې وسوځېدل.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د مسوولانو په وینا، اورلګېدنه کې پنځه عام وګړي او د اوروژنې ډلې څلور کارکوونکي مسموم شوي چې دا مهال روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام