Asset 1SWN

سلام وطندار

نیمروز کې اورلګېدنه؛ دوه کسان مړه دي او ۱۲ هټۍ سوځېدلي

Nimroz-Fire-12 (1)

په نیمروز کې ځینو سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي چې نن د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار کې دوه ځایه اور لګېدلی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د سرچینو په وینا، په لومړۍ پېښه کې یو ۴۰۴ ډوله موټر اور اخیستی او له کبله یې دوه کسان مړه شوي دي.

سرچینې زیاتوي، په یوه بله پېښه کې بیا ۱۲ هټۍ سوځېدلي او خلکو ته له درې‌ میلیونه افغانیو ډېر زیان اوښتی دی.

په همدې حال کې د نیمروز د امنیې قومانداني د اطفایې آمر عبدالحمید زرنجي هم دا پېښې تاییدوي او وايي چې هټۍ د برښنا شارټۍ له امله سوځېدلې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغه په خبره، د اور وژنې ډله پر وخت سیمې ته ورغلي او اور یې مړ کړی، څو د دغه اور د پراخېدو مخه ونیول شي.

د نیمروز د امنیې قومانداني د اطفایې آمر په ۴۰۴ ډوله موټر کې د اورلګېدنې د لامل په اړه څه نه وايي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام