Asset 1SWN

د سالنګ تونل کې اورلګېدنه؛ د مړو شمېر ۳۱ او د ټپیانو ۳۷ ته ورسېد

17019467_342

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې د سالنګ تونل کې د اورلګېدنې له امله د مړو شمېر ۳۱ او د ټپیان شمېر ۳۷ کسانو ته لوړ شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان نن رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي چې د یاد وزارت روغتیايي ډلو تراوسه سالنګ کې د پېښې له ځایه ۳۱ مړي او ۳۷ ټپیان روغتیايي مرکزونو ته لېږدولي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د عامې روغتیا وزارت ویاند همداراز زیاته کړې چې دا شمېرې وروستۍ نه دي او د معلوماتو تر بشپړېدو وروسته به رسنیو سره وروستۍ شمېرې شریکې کړي.

مسوولانو د روانې اوونۍ د شنبې په شپه د سالنګ تونل کې د تېلو د یوه ټانکر د اور اخیستو خبر ورکړ.

له اورلګېدنې وروسته د پروان د امنیې قومندان عزیزالله عمر ویلي، پېښه د شنبې په شپه ۸:۳۰ بجې هغه مهال رامنځته شوه چې له بغلان څخه یو ټانکر موټر د کابل پر لورې روان و او تونل  کې دننه تر چپه کېدو وروسته یې اور واخیست.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پروان د امنیې قومندان تېره ورځ سلام‌وطندار ته ویلي و چې تراوسه دغه پېښه کې ۲۲ کسان مړه او ۲۵ نور ټپیان شوي چې ورسره د سالنګ لاره هم تړل شوې ده. نوموړي ټينګار وکړ چې ښايي د مړو او ټپیانو شمېر له دې هم زیات شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام