Asset 1SWN

د خبریال ملي ورځ؛ نی: د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی ورځ په ورځ ډېرېږي

نن د کب اووه‌ویشتمه، د شنبې ورځ د خبریال ملي ورځ ده. د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې یا نی د دې ورځې په مناسبت یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې ورځ تر بلې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېرېږي.

نی ویلي، سږ کال د خبریال ملي ورځ داسې مهال را ورسېده چې افغان خبریالانو له سختو ستونزو او ننګونو سره لاس او ګرېوان دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه بنسټ په وینا، نی د نږدې درېوو میاشتو په اوږدو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي نږدې ۳۰ پېښې ثبت کړې دي.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنه زیاتوي چې همدا تېره اوونۍ په بلخ کې د خونړۍ چاودنې پر مهال دوه خبریالانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۱۶ نور ټپیان شول.

نی وايي، ورځ تر بلې په افغانستان کې ژورنالېسټیکي کار سختېږي او د لا ترینګلي کېدو خوا ته روان دی. نی ټینګار کړی چې ګڼ‌شمېر رسنیو د شته ننګونو او اقتصادي ستونزو له کبله خپل فعالیتونه پریښي او سلګونه خبریالان یې له کبله وزګاره شوي یا یې هم هېواد پريښی دی.

یاد بنسټ زیاتوي: «د ۲۰۲۳ زېږدیز کال پیل د رسنیو، خبریالانو او رسنیز کار لپاره له ننګونو ډک و. تر اوسه د دغه کال پیل دی، خو موږ د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدو شاهدان یوو.»

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې له مسوولو چارواکو غوښتي چې افغانستان کې رسنیزو فعالیتونو او د بیان ازادۍ ته درناوی وکړي «او پرې نږدي چې اوسنۍ نیم‌بنده د بیان ازادي تر دې نور زیان وویني.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک‌ وڅارئ

نی ویلي چې د کب اووه‌ویشتمه یا د خبریال ملي ورځ د افغانستان په کالیزه کې شته او هر کال په هېواد کې نمانځل کېږي. دغه بنسټ د دې ورځې په مناسبت د افغان رسنیز ډګر غړیو ته د بریا هیله څرګنده کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام