په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما بلخ کې د خبریالانو پر غونډې چاودنه غندلې او د تاوتریخوالي پر پای ته رسېدو یې ټینګار کړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یوناما نن، د کب شلمه، د شنبې ورځ پر ټویټر لیکلي چې افغان خبریالان ډېره زړورتیا ښيي او باید ساتنه یې وشي.
په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني هم دغه برید غندلی دی.
د یادونې ده چې نن سهار د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د تبیان فرهنګي مرکز د چاودنې ښکار شو. دغه مرکز کې د خبریالانو د ستاینې غونډه جوړه شوې وه.
په دې پېښه کې یو کس وژل شوی او ۱۵ نور ټپیان دي.
تر اوسه کوم چا یا وسلهوالې ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه نهدی اخیستی.