Asset 1SWN

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت: د پرمختیايي پروژو عملي کولو ته ژمن یوو

Band-Salma-oz4ht75bict70u3ye0x6rdn3o18hab0gg8ultmkia0

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مسوولانو د چهارشنبې په ورځ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د یوې خبري غونډې پر مهال د هغو پروژو په اړه معلومات ورکړل چې په دې وروستیو کې د دغه وزارت له‌خوا د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې پیل شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مسوولان وايي، د نيمروز په خاشرود ولسوالي کې یې د دوه میلیارډه افغانیو په ارزښت د اوبو د یوه ستر بندل د جوړولو، د بادغيس په قادس ولسوالي کې د دیارلس ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د اوبو د يوه بند او په قلعه‌نو ښار کې د ۳۲۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې جوړولو، د بدخشان له واخان ولسوالي څخه د چین تر پولې د سړک جوړولو پروژې او د کندهار په سپین‌بولدک ولسوالي کې د ۵،۲ کیلومټره استنادي دېوال د جوړولو چارې پیل شوي او روانې دي.

د دغه وزارت مسوولان د بدخشان په واخان ولسوالي کې د سړک جوړولو پروژه یوه مهمه پروژه بولي چې په وینا یې، راتلونکو میاشتو کې به افغانستان له چین سره ونښلوي.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست محمدیونس اخوندزاده وايي: «د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت دنده لري، څو دا لاره د چین تر پولې پورې جوړه کړي او انشاالله تر راتلونکو څو میاشتو پورې به دا لاره جوړه او د تګ‌راتګ پر مخ پرانېستل شي.»

د دغه وزارت مسوولان زیاتوي چې دغه وزارت د بودیجې او امکاناتو د کمښت له ستونزې سره سره هڅه کوي چې هېواد کې پرمختیايي پروژې پیل او عملي کړي.

د دوی په وینا، په نږدې راتلونکي کې به د هېواد په دیارلسو ولایتونو کې یوشمېر پراختیايي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د دفتر رییس میرزامحمد شکېب وايي: «د وروستۍ وچکالۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د هېواد په ۱۴۲ ولسوالیو کې د باران اوبو د زېرمه کولو په موخه د چېک‌ډیمونو د جوړولو چارې پیل شوي او په هره ولسوالي کې به یو چېک‌ډیم جوړ شي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د يادونې ده چې په هېواد کې د ولسي تړون پروژې په ګډون، د یوشمېر پرمختيايي پروژو چارې چې د کليو د بيارغونې او پراختیا وزارت له لوري پلې شوې وې، د نړيوالو بنسټونو د نه تمویل او د بوديجې د نشتوالي له امله درول شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام