د پکتيا يوشمېر اوسېدونکو د مدني ټولنو او قومي شوراګانو استازیو نن په یوه لاریون کې د کليو بيارغونې او پراختيا سرپرست وزير مجيب‌الرحمان کريمي او ځايي اداره له خلکو سره پر توپيري چلن تورن کړل. د پکتيا په مرکز ګردېز کې لسګونو لاريونوالو له ولسمشر محمداشرف غني څخه وغوښتل چې نوموړی له دندې لرې کړي.

لاريونوالو په خپلو شعارونو کې ليکلي و چې ياد وزير د پکتيا له ولس سره توپيري چلن کوي او تر اوسه یې له خلکو سره کړې ژمنې نه دي عملي کړې.

سلام‌وطندار پر فېسوک‌ وڅارئ

د پکتيا متحدې ټولنيزې شورا ریيس حفيظ‌الله مبارز وايي، د کليو بيارغونې او پرختيا وزير درې کاله وړاندې د ۱۰۳ ښوونځيو پرانېسته وکړه، خو لا هم پر ځای پاتې دي. د نوموړي په وینا، په یوشمېر ولسي پروګرامونو او کليوالي پروژو کې دغه ولايت له پامه غورځول شوی او د نورو ولايتونو په پرتله ډېرې کمې پروژې په‌کې عملې کېږي.



د مدني ټولنو په استازولۍ کريم روښان هم وويل چې په پکتيا کې له تېرو څو کلونو راهیسې ډېرې کمې پروژې عملي شوې دي. دوی وايي، د دغه ولايت په ټولو ولسواليو کې د قومي جوړښتونو پر بنسټ، د پروژو د پلي کېدو او ساتنې مسووليت د خلکو پر غاړه دی، خو پر امنيت سربېره د دغه وزارت مسوولان او اړونده اداره د خلکو حقونه نورو ولايتونو ته ورکړي دي.

پکتیاوال وايي، مجیب‌الرحمان کریمي د سوېل ختیځ زون په ونډه کې وزیر شوی، خو په وینا یې، په تېرو څلورو کلونو کې یې حقونه نه دي ورکړي.

خو د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ویاند فریدون اژند سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه وزارت سرپرست وزیر د هېواد په کچه متوازن فعالیت کوي او له هېڅ ولایت سره یې توپیري چلن نه دی کړی.

د نوموړي په وینا، ډېر ژر به د اقرا پروګرام تر چتر لاندې د ۱۰۳ ښوونځیو د جوړېدو چارې چې لګښت یې سعودي عربستان پر غاړه اخیستی، پیل شي.

د پکتیا د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس فضل‌هادي عاصم وايي، د اقرا پروګرام د پوهنې وزارت له لوري عملي کېده او دا یې واک و چې کوم ولایت په‌کې شامل او کوم ترې وباسي. هغه زیاتوي، پکتیا ولایت وروسته په دغه پروګرام کې شامل شو چې په خبره یې، د کورونا له کبله د پاتې پروژو کارونه ځنډېدلي او په راتلونکې یوه میاشت کې به بېرته پیل شي.

د یادونې ده چې مجيب‌الرحمان کريمي د ولسمشر محمداشرف غني د لومړۍ دورې په دوام، په دویمې هغې کې هم د باور رایو ترلاسه کولو په موخه ولسي جرګې ته ور وپېژندل شو، خو وکیلانو رایه ور نه کړه او تر اوسه د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د سرپرست په توګه کار کوي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام