Asset 1SWN

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت: د اوبورسونې د ۳۸۳ پروژو چارې روانې دي

F2RoLGpXkAAKNPZ

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت مسوولان وايي چې دا مهال هېواد کې د یو میلیارډ او ۲۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسونې د ۳۸۳ پروژو د پلي‌‌کېدو چارې روانې دي.

د یاد وزارت مسوولانو نن یکشنبه د زمري اتمه ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې د خپل کلني راپور وړاندې کولو پر مهال وویل چې د دغو پروژو په پلي‌کېدو سره به شپږ میلیونه او ۷۰۰زره کسانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې او زرګونه کسانو ته به د کار زمینه هم برابره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کلیو او پراختیا وزارت مسوولانو زیاته کړه چې د تېر یوه کال پر مهال یې د اوبو رسولو برخه کې ۱۰۴ پروژې ګټې اخیستنې ته سپارلې دي.

د کلیو او پراختیا وزارت د پلان او پالېسۍ مرستیال سیداحمد مستقیم وویل: «په ۲۶ ولایتونو کې د اوبو رسونې برخه کې ۱۰۴ پروژې د یونېسف په مالي ملاتړ بشپړې شوي چې یو میلیون او ۴۴۷زره کسانو ته پاکې اوبه رسول شوي چې د یادو پروژو ټول لګښت ۵۰۰ میلیونه افغانۍ دي.»

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت مسوولانو زیاته کړه چې دې وزارت د اوبو رسولو برخه کې مرستندویه موسسو سره د همکارۍ لسګونه هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي دي.

د کلیو او پراختیا وزارت د پلان او پالېسۍ مرستیال سیداحمد مستقیم وویل: «بادغیس، هلمند، کندهار او خوست کې له داخلي بودیجې څخه ۲۵ پروژې چې ارزښت یې ۳۲۷میلیونه افغانۍ دي، د کانکریټي کانالونو، سرکونو او پلونو او استنادي دیوالونو برخه کې پلې شوې دي.»

د کلیو او پراختیا وزارت همداراز دې ناسته کې وویل چې له ۱۴۰۰ کال راهیسې ۴۷۴ پروژو نیمګړې پاتې چې له ډلې یې ۱۱۸ پروژې هم بشپړې شوې دي.

د کلیو او پراختیا وزارت د اوبو رسونې او حفظ‌الصحې رییس بخت‌منیر محمد وویل: «د اوبو رسونې برخه کې له ۱۴۰۰ کال راهیسې تراوسه ۴۷۴ پروژې نیمګړې پاتې چې له ډلې یې تراوسه ۱۱۸ پروژې بشپړې شوې دي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د ښاري تړون پروژې چې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت چوکاټ کې عملي کېدې، د ا.ا له بیاواکمنېدو راهیسې ځنډول شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام