Asset 1SWN

د لوګر خروار ولسوالي کې د څښاک پاکو اوبو رسولو یوه شبکه جوړېږي 

IMG-20230709-WA0006

د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولان وایي چې د ملګروملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق «UNICEF» له لوري په خروار ولسوالي کې د څښاک پاکو اوبو رسولو یوه شبکه جوړېږي.

د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسوول صبغت‌الله نایب‌خېل سلام‌وطندار ته ویلي چې د څښاک پاکو اوبو رسولو دغه شبکه د شاوخوا ۴.۵ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د درېوو میاشتو په موده کې جوړېږي چې له ګټې اخیستنې وروسته به ۳۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نایب‌‌خېل زیاته کړه چې په یاده پروژه کې د یوې ژورې څاه کېندل، د ۶۰ متره مکعبه په ظرفیت د اوبو ذخیرې جوړول، له ذخیرې څخه کورونو ته نږدې ۴زره متره پایپ غځول او همدارنګه یادې شبکې ته د ۳۰ سولرو په ظرفیت برېښنا برابرول شامل دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

باید وویل شي چې تر دې وړاندې هم د ملګروملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق «UNICEF» له لوري په مرکز پل‌علم، محمداغې، بره‌کي برک، څرخ او خروار ولسوالیو کې د څښاک پاکو اوبو ورته شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام