د پلازمېنې یوشمېر اوسېدونکي کابل ښار کې د څښاک پاکو اوبو له کمښت څخه اندېښنه ښيي او وايي، د څښاک اوبو ته لاسرسی نه‌لري.

د کابل ښار د کارته اریانا اوسېدونکی حاجي سرور چې کور یې د ښار په یوې غونډۍ کې دی، هره ورځ د څښاک پاکو اوبو راوړلو لپاره د ښار ښکته سیمو ته ځي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړی زیاتوي چې د بې‌وزلي او وزګارتیا له امله نه‌شي کولای د څښاک اوبه وپېري او له اسلامي امارت غواړي چې د پاکو اوبو د برابرولو برخه کې ورسره مرسته وکړي.

هغه وویل: «کور مې په غونډۍ کې دی او پاکو اوبو ته لاسرسی نه لرم. د اوبو نلکه کې دوه اوونۍ ورسته اوبه راخوشې کوي او اړ یو چې سل متره لاندې سیمو ته لاړ شو او د څښاک اوبه راپورته کړو.»

په همدې حال کې د اوبو د سرچینو کارپوه سیدحسیب اصغر سلام‌وطندار ته ویلي چې کابل ښار کې د اوبو کچه ټيټه شوې او اسلامي امارت دې د ځمکې لاندې اوبو تغذیې لپاره هڅې وکړي.

نوموړی خبرداری ورکوي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د کابل ښار د ځمکې لاندې د اوبو کچه ټيټېږي او باید غم یې وخوړل شي.

په ورته وخت کې د اوبو او برښنا وزارت مسوولان وايي، دامهال د ځمکې لاندې اوبو څخه په بې‌مخینې توګه د استفادې او د نفوس زیاتېدو له امله د اوبو سطحه پنځه مترو پورې ښکته تللې ده.

د اوبو او برښنا وزارت د ځمکې لاندې د اوبو د سرچینو مشر عزیزالرحمان عزیز وویل چې دغه وزارت پلازمېنه کابل کې د اوبو کمښت ستونزې حل لپاره دوه لویې پروژې تر لاس لاندې لري چې د دغو پروژو له لارې للندر بند او پنجشېر سیند څخه اوبه کابل ته لېږدول کېږي.

نوموړي وویل: «له پنجشېر څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژه چې ارزښت یې له ۱۲۰ تر ۱۵۰ میلیونه ډالرو پورې رسېږي، پرمټ به یې هر کال له ۱۲۰ میلیونه مترمکعب اوبو پورې کابل ښار ته ولېږدول شي.»

سلام‌وطندار پر ټوېټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې د اوبو او برښنا وزارت دامهال د پلازمېنې کابل د څښاک اوبو تامینولو لپاره د قرغې او د شاه‌ او عروس بندونو څخه د اوبو لېږدولو پروژه ترلاس لاندې لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام