د کندهار د ارغنداب سندیزې حوزې مسوولانو شاولي‌کوټ ولسوالي کې د دهلې‌بند اوبه چې د وروستیو بارانونو له امله پنځو زینو څخه ۲۰ ته لوړې شوي، د کرنیزو ځمکو خړوبولو په موخه خوشې کړي دي.

خو د پنجوايي او ژېړۍ ولسوالي اوسېدونکي د اوبو پر وېش نیوکې کوي او وايي، د دوی ډېری سيمو ته اوبه نه‌دي رسېدلي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دوی زیاتوي چې هر ځل اوبه یوازې د ارغنداب ولسوالي اوسېدونکو ته ورکول کېږي او دوی ته کمي رسي چې کرنيز فصلونه یې وچ پاته کېږي.

د ژېړۍ ولسوالي باغ‌لرونکي اغالالا وویل: «یوې ولسوالي کي اوبه ناحقه بهیري، خو په بله ولسوالي کي اوبه بېخي نه وي. موږ غواړو چي د اوبو تقسیم په سم ډول وي. دغه اوس زموږ شنه باغونه وچېږي، ځمکي مو د اوبو د نستۍ څخه نه دي کرلي، خو بیا بې انصافي راسره کېږي.»

دغه کرونګر د اسلامي امارت مسوولانو څخه غواړي چې د دهلې‌بند د اوبو ناعادلانه وېش ستونزې ته پام وکړي.

خو د ارغنداب د سیندیزې حوزې مشر شرافت سلام‌وطندار ته وویل، د اوبو د تنظیم لپاره یې د هرې ولسوالي میراب ټاکلی، که څوک اعتراض لري، ورسره شریک دې کړي. هغه وويل، په نوبت سره ولسواليو ته اوبه ورکوي او نږدې ورځو کې به د ژېړۍ او پنجوايي ولسوالیو وار هم رسيږي.

نوموړي وویل: «وچکالي ډېره تېره شوې ده، کله چي موږ په رود کي اوبه ایله کړې ډېرې يې مځکي جزب کړې او اوبه د ټولو ولسوالیو د مسوولانو په مشوره په نوبت سره ورکول کېږي چي د پنجوايي او ژېوۍ نوبت هم را روان دی.»

د سلام‌وطندار ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

شاولي‌‌کوټ ولسوالي کې د دهلې‌بند اوبه چې د کندهار د ۷ ولسوالیو باغونه او کروندې پرې خړوبیږي، نور کلونه به د لمریز کال په پيل کې خوشې کېدې، خو سږکال د اوبو د کمښت په خاطر ناوخته خوشې شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام