هلمند کې د کجکي برښنا بند له شتون سربېره، د مرکز لښکرګاه ښار او د ناوې او نادعلي ولسوالیو یوشمېر اوسېدونکي او د فابریکو مسوولان د برښنا کمښت او نه‌شتون څخه سر ټکوي.

د ناوې ولسوالي اوسېدونکي غلام حضرت سلام‌وطندار ته ویلي، که څه هم په خپل شخصي لګښت یې ۱۷ کیلومتره د برښنا ستنې درولي، خو لایې هم د برښنا ستونزه نه ده هواره شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ده وویل، که ولسوالي ته یې برښنا ورکړل شي، ډېر خلک به پانګونه وکړي او د فابریکو په فعالولو سره به خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

د نادعلي ولسوالي اوسېدونکی بخت محمد بیا وايي، که څه هم د ظاهر شاه واکمنۍ پرمهال دغې ولسوالي برښنا درلوده، خو د تېرو جګړو پرمهال یې ټولې سنتې او مزي د خلکو لخوا وړل شوي دي.

په ورته وخت کې د هلمند مرکز  لښکرګاه کې د حجارۍ او نجارۍ فابریکې د تولیداتو امر علي حسین وايي، هلمند یو کرنیز ولایت دی، خو ډېری خلک د برښنا نشتون څخه د فابریکو جوړولو لپاره زړه نه ښه کوي. هغه وايي، دغه ولایت کې د برښنا نه شتون په دلیل ډېری سوداګر نورو ولایتونو کې پانګونه کوي.

علي حسین وايي، اوس چې برښنا نشته د ورځې ۱۲ ساعته کې شاوخوا ۲۵ زره افغانۍ د تېلو مصرف لري، خو که برښنا ۲۴ ساعته وي، لګښت به یې یوازې ۳ سوه افغانۍ واوسي.

بل‌خوا د هلمند د برښنا رییس حافظ هدایت‌الله محمد سلام‌وطندار ته وویل، نږدې راتلونکې کې به د ناوې ولسوالۍ «عینک» سیمې پورې برښنا ورسول شي او د پاتې نورو ولسوالیو د برښنا لپاره یې هم هڅې پیل کړي.

د هغه په خبره، دامهال د کجکي بند د اوبو اوسنۍ کچې ۵۶ متر ده او یوازې یو توربین یې فعاله دی، خو که د اوبو سطحه لوړه شي، په کافي اندازه برښنا به د هلمند لښکرګاه او کندهار ښارونو او یوشمېر ولسوالیو ته ورکړل شي.

نوموړي وویل: «کجکي د اوبو زخیرې پر بند باندې ۳ زاړه توربینونه فعاله دي او ۳ نوي هم فعاله شوي، خو داوبو سطحه چې اوس ۵۶ متره ده، د دغه له امله برښنا کمه ده چې هم هلمند او هم کندهار ولایت ته کمه ورکول کېږي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نادعلي او ناوې ولسوالیو اوسېدونکي داسې مهال د برښنا نه‌شتون څخه شکایت لري چې د کجکي پر بند دامهال له ۶ فعاله برښنايي توربینونو څخه یوازې ۱۹ میګاواټه برښنا لاسته راځي چې ۹میګاواټه یې د هلمند موسی کلا، کجکي، سنګین ولسوالیو په ګډون لښکرګاه ښار او ۱۰ میګاواټه یې کندهار ته ورکول کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام