Asset 1SWN

دایکندي کې ناپېژنده ناروغیو لسګونه غواګانې له‌منځه وړي

vlcsnap-2022-08-10-09h10m53s549_0

د دایکندي په ځینو ولسواليو کې يوشمېر مالداران وايي چې د نامعلومو ناروغيو د خپرېدو له امله یې لسګونه غواګانې له‌منځه تللي دي.

د دایکندي د «سنګ‌تخت» او بندر ولسوالي اوسېدونکي رحمت سلام‌وطندار ته وویل چې د څارویو ناروغي ډېره شوې او په وینا یې، درمل هم نه‌لري چې درملنه یې وکړي. هغه وویل: «زموږ ستونزه دا ده چې د غواګانو مرض زیات شوی، یو دم یې مرض نیسي له پښو لوېږي او تداوي هم نه‌لري چې دوا پرې وکړو.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی زیاتوي چې پر یادې ناروغي څاروي له لسو ورځو څخه تر دوو میاشتو او د یوه کال په موده کې اخته کېږي او په وینا یې، کله چې غواګانې پر دې ناروغي اخته شي، حرکت نه‌شي کولای او له پښو لوېږي.

هغه همداراز زیاته کړه چې یوازې د دوی په ولسوالي کې نږدې ۴۰ غواګانې له‌منځه تللي او تراوسه د څارویو وترنران هم نه دي توانېدلي چې ناروغي وپېژني او درملنه یې وکړي.

نوموړي وویل: «په دې برخه کې خو دولتي ډاکټر هېڅ نشته، په شخصي کې یو، دوه ډاکټران شته چې ورځو، ځينې درمل او پېچکاري ورکوي او وایي چې ښه کېږي، خو درمل ورته هېڅ ډول ګټه نه رسوي او له‌منځه ځي.»

د رحمت په وينا، په دې ولسوالي کې د درملو بيه دوه برابره لوړه شوې چې له امله يې دوه غواګانې مړې شوي دي. بل لور ته د څارویو برخې متخصص وترنران تاییدوي چې په دې وروستیو کې د دې ولایت په ځينو برخو کې بېلابېلې حیواني ناروغۍ زیاتې شوې دي.

دایکندي کې د څارویو یو ډاکټر حسن چې دا مستعار نوم دی، سلام‌وطندار ته وايي، څو ځلې مو د دې ستونزې په اړه کرنې ریاست ته مراجعه وکړه او دغه ستونزه مو ورسره شریکه کړه، خو پایله یې ورنه‌‌کړه.

د هغه په ​​وينا، په دې ناروغيو کې برسلوز، انټروټوکسيميا او لامینت شامل دي، خو د ناسم تشخيص او ناوخته درملنې له امله د څارويو د مړينې لامل شوى دى.

نوموړي وویل: «د انټروټوکسیمیا نښې نښانې لوړه تبه، بې اشتهایي او اسهال دي، که حیوان له‌منځه لاړ شي، نس او کولمې یې وینې کېږي، زړه او سږي یې هم له‌منځه ځي، زموږ خلک زیاتره دغه مرض سرې رودې په نوم پېژني او د بروسلوز ناروغی زیاتره په شیدو‌لرونکو غواګانو کې پیدا کېږي او زیاتره همدا غواګانې پرې اخته کېږي او په دغه ناروغۍ اخته غواګانې اکثر لوړه تبه پیدا کوي.»

د یاد ډاکټر په وینا، د انټروټوکسیمیا د مړینې کچه خورا لوړه ده او تر ۹۰٪ سلنه امکان لري چې پر دغه ناروغي اخته غواګانې تلف شي. د نوموړي په وینا، یوازې د سنګ‌تخت او بندر ولسوالي په مرکزي سیمو کې شاوخوا ۶۰ غواګانې د دغو ناروغیو د اخته‌کېدو له امله مړې شوي دي.

په همدې حال کې د دایکندي د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولان په دغه ولايت کې د نامعلومو ناروغيو خپرېدل ردوي او هغه یوازې اوازې بولي.

د دایکندي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس شیراحمد رفیع وویل: «سنګ‌تخت او بندر ولسوالي کې یوازې یوه پېښه شوې. یو سړی راغی او له درملتون څخه یې د یوې ناروغې غوا لپاره دوا واخیستله، ناروغې غوا ته یې دوا واخيسته او درې نورو غواګانو ته یې ورکړه. ټولې څلور غواګانې له‌منځه تللي دي. له هغې وروسته د نامعلومې ناروغۍ دا اوازه راپورته شوه چې سمه نه ده.»

نوموړي زیاته کړه چې دایکندي کې د «لمپيسکين» ناروغي شته او ښايي دا ناروغي هم لامپ‌سکين وي چې د دې ناروغۍ پر وړاندې واکسين يې مالدارانو ته وېشلى دى.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

په ورته وخت کې د دایکندي اوسېدونکي په ځانګړې توګه د سنګ‌تخت او بندر ولسواليو اوسېدونکي د خپلو څارويو له لاسه ورکولو شکايت کوي او له حکومت څخه په دې برخه کې د بېړنيو اقداماتو غوښتنه کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام